د اسټریلیا چارواکې وائي تیره هفته د هیواد ساحل سره نزدې بحر هند کې د پناه غوښتونکو بیړۍ ډوبیدو له امله د مړو شمیره ۴٨ ته رسیدلې ده.
چارواکې وائي تر دا وخت د سمندر د طوفاني اوبو نه د ٣٠ ؤ کسانو مړې راویستلی شوې دي چې پکښې ماشومان هم شامل دي.
ویل کیږي په بیړۍ کې د منځني ختیز پناه اخستونکې سواره ؤ. ددوې بیړۍ د اسټریلیا سره نزدې کرسمس ائي لینډ نومې جزیره سره گټې سره د جنگیدو په وجه تباه شوې ده.
د تباه شوې بیړۍ نه ۴٠ کسان ژوندې هم راویستلی شوې دي.
د اسټریلیا وزیراعظمې جولیا گلرډ د گل په ورځ وئیلې خیال کیږي چې په بیړۍ کې شا او خوا ٩٠ کسان سواره ؤ چې تعلق يي د عراق، ایران او کردستان سره ؤ. خو هغې وئیلې په بیړۍ کې د سوارؤ خلکو کره شمیره به معلومه نه کړی شي.
د غرقې شوې بیړۍ د عملې درې غړې نیول شوې دې. ددوې تعلق د انډونیشیا سره ښودل کیږي. چارواکې وائي د عملې د غړو نه تحقیقات شورو کړی شوې دي او ممکنه ده چې د جرمونو الزاماتو سره مخ کړی شي.
د اسټریلیا چارواکو د اتوار په ورځ وئیلې په ٣٠ ؤ مړؤ کې د نیمو مړو شناخت شوی دی او لامبوزن د سمندر په غارونو کې د ډوب شوؤ خلکو په لټون کې مصروف دي.
د کال ٢٠٠١ راهسې د کرسمس ائې لینډ سره نزدې د بیړۍ د ډوبیدو دا تر ټولو لویه پیښه ده. په هاغه کال کې د پناگزینو د بیړۍ ډوبیدو په پیښه کې ٣٥٣ کسان مړه شوې ؤ.