لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرکټ: اسټريليا په درېمه ټېسټ سيالۍ کې هم پاکستان ته ماتی ورکړو او سيريز یې وګټلو


د پاکستان سپنېر عامر جمال د اسټرېلیا پېټ کمېنز خلاف د اېل بي ډبلیو اپیل کوي
د پاکستان سپنېر عامر جمال د اسټرېلیا پېټ کمېنز خلاف د اېل بي ډبلیو اپیل کوي

د پاکستان او اسټریليا کرکټ لوبډلو ترمنځ د ټېسټ (پينځه ورځنو) درېو سياليو په لړۍ کې اسټریليا په درېمه سيالۍ کې هم پاکستان ته ماتې ورکړه او سيريز یې په درې صفر وګټلو.

د اسټريليا کرکټ لوبډلې په درېمه ټېسټ سيالۍ کې پاکستان ته په اتو وېکټو ماتې ورکړه.

د دواړو لوبډلو ترمنځ د درېمې ټېسټ سيالۍ پچه/ ټاس پاکستانۍ لوبډلې ګټلی، لومړی بېټنګ یې اخستی او په لومړي اننګز کې یې 313 رنزونه جوړ کړي وو.

په لومړي اننګز کې د پاکستان دوه لومړي لوبغاړي عبدالله شفيق او صايم ايوب په صفر، صفر اوټ شوي، او زیات 88 رنزونه پکې محمد رضوان جوړ کړي وو.

د اسټريليا پټ کمينز پينځه پاکستاني لوبغاړي اوټ کړي وو.

د سډني په مشهور لوبغالي کې ترسره شوې درېمه سيالۍ کې، اسټريليا په لومړي اننګز کې 299 رنزونه جوړ کړي، او د پاکستان عامر جمال شپږ اسټريلين لوبغاړي اوټ کړي وو.

او پاکستان بيا په دويم اننګز کې 115 رنزونه جوړ کړي، څلور لوبغاړي یې په صفر اوټ شوي وو.

او په ځواب کې یې اسټريليا ټاکلی هدف 130 رنزونه په دوه لوبغاړو اوټ کېدو پوره کړه او سيالي یې وګټله.

اسټريليا د درېو ټېسټ لوبو په دويمه سيالۍ کې پاکستان ته په 79 رنزونو ماتې ورکړې او په لومړۍ ټېسټ سيالۍ کې یې ورته په 360 رنزونو ماتې ورکړې وه.

د کرکټ پوهانو په خبره، د پاکستان او اسټريليا ترمنځ سياليو کې پاکستانۍ لوبډلې نه يواځې ښه بېټنګ نه دی کړی بلکې خراب فيلډنګ کړی او کېچونه یې هم پرېښودي دي.

د رپورټونو ترمخه، د 1999 نه راپدېخوا پاکستان په اسټريليا کې شوو ټولو سياليو کې ماتې خوړلې دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG