د اسټریلیا یو عدالت د سډني ښار په یوه چائیخانه حمله کونکې ایراني نژاد شهري د ملگري ضمانت منسوخ کړی او د هغې د گرفتارۍ حکم يي جاري کړی دی.
تیره هفته په چائیخانه حمله او د خلکو د یرغمل کیدو په پیښه کې دوه کسان ووژل شو.
په چائیخانه حمله هارون مونیس نومې کس کړې وه. د یرغمل شوو خلکو راخلاصولو دپاره د پولیس په کاروائي کې مونیس هم ووژل شو.
مونیس شا او خوا ١٧ کسان د ١٦ گنټو پورې نیولې وو.
د مونیس ملگري امیره ډراودیس د هغه د ښځې د وژل کیدو په قزيه کې په ضمانت ازاده کړی شوي وه چې اوس يي عدالت ضمانت منسوخ کړی او د گرفتارۍ حکم يي جاري کړی دی.
ایسوسي ایټډ پریس خبري اداره وايي د مونیس پخوانۍ ښځه په چو وهل شوي وه او بیا ورته اور لگول شوی وو.
په مونیس الزام وو چې د پخوانۍ کوردانې په وژنه کې يي معاونت کړی وو. په هغه باندې د ۴٠ نه زیات د جنسي تیریو او غیر شریفانه سلوک الزامات لگول شوي وو.
هارون مونیس اسټریلیا کې پناه اخیستې وه. پناه دپاره خواست کې هغه ویلي وو ایران کې د خطراتو سره مخ دی. د اسټریلیا میډیا هغه ته خودساخته اسلامي عالم وايي ځکه چې هغه به ځان د فلکیاتو، شمیرو او د کوډو ماهر هم وې.