لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د آسټریا سرښار ویانا کې په ترهګر بریدونو کې یو تن مړ او ۱۵ نور ژوبل شوي 


د آسټریا په سرښار ویانا کې په شپږو بیلا بېلو ځایونو کې د وسله والو په ډزو کې یو تن مړ او ۱۵ نور ژوبل شوي دي.

د آسټریا چانسلر سبسټین کرز دغه حملې ٫٫ د کرکې ډک ترهګر برید٬٬ بللی.‌ کرز د اسټریا او ار اېف خپرونو ته ویلي، د یو شمیر وسله والو لټون لا روان دی.

د وینا په مرکز کې پولیسو د بریدونو ځایونه تړلي او د برید کونکو لټون روان دی.‌ د ګل په ورځ ناوخته د آسټریا پولیسو د ویانا اوسیدونکو ته ویلي ٫٫ د اولسي ځایونو او اولسي ګاډو او بسونو ته مه نژدې کېږۍ.٬٬

د پولیسو تر مخه په دغه برید کې د یو تن د وژل کیدو تر څنګ یو برید کونکی هم پولیسو په ډزو وژلی. په ژوبلو کې یو پولیس افسر هم دی.

دغه برید د ګل/ دوشنبې په ماسخوتن د ۸ بجو وروستو او د عارضي ټولبند عملي کیدو څو ساعته وړاندې شوی. په آسټریا کې د کرونا ناروغانو پېښې زیاتیدو وروسته یو ځل بیا د ټولبند عملي کولو فیصله شوې ده.

چانسلر کرز ویلي: ٫٫ د هیواد په سرښار کې مونږ د نفرت نه ډک یو ترهګر برید ښکار شوي یو او دغه برید لا هم روان دی.٬٬ نوموړي زیاته کړې ترهګرو د دغه برید لپاره ځان ٫٫ په مسلکي توګه تیارکړی٬٬ او ٫٫ ورسره ډیره ښه خودکاره وسله هم وه.٬٬

د آسټریا داخله وزیر کارل نېهامر او ار اېف خپرونو ته ویلي، ټول شپږ واړه ځایونه چرته چې بریدونه شوي د ښار مرکزي کوڅې ته نژدې ځاې دی چرته چې د یهودیانو عبادت ځاې هم دی.‌

په ویانا کې د یهودیانو د ټولنې مشر اوسکار ډوسچ په ټوېټر ویلي چې دا له نه ده په ډاګه چې په دغه برید کې سېناګاګ او د هغې دفترې په نخښه شوي. نوموړي ویلي، دغه ټولې ودانۍ د برید په وخت تړلې وې.

په سوشل میډیا خپرې شوې ناتاییده ویډیو ګانو کې ښودل کیږي چې وسله وال د ویانا په کوڅو کې ګرځي او په خلکو ډزې کوي. د آسټریا د کورنیو چارو وزیر زیاته کړې، د برید وروسته پوځ ته په سرښار کې د مهمو ځایونو د ساتنې کار حواله شوی چې پولیس د پاتې وسله والو لټون ته پام وکړی شي.

د فرانس صدر اېمانول مېکرون د دغه برید وروسته په یو ټوېټ کې لیکلي د فرانس خلک ٫٫ د آسټریا د خلکو غم او تکلیف شریکوي چې نن شپه شوي برید د لاسه رسیدلی.٬٬

فرانس کې هم په نژدیو ورځو کې دغه شان بریدونه شوي چې تور یې په تندروه مسلمانانو لګول شوی. د فرانس صدر وړاندې لیکلي ٫٫ دا زمونږ اروپا ده٬٬ او ٫٫ زمونږ دښمنان باېد د دې نه خبر وي مونږ به نه په شا کیږو.٬٬‌٬

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG