لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسټریا هغه جومات تړلی چې په ویانا کې حمله کوونکی تن به ورته ورتللو


د ویانا په حمله کې د وژل شویو کسانو په یاد کې شمعې بلې کړی شوي دي
د ویانا په حمله کې د وژل شویو کسانو په یاد کې شمعې بلې کړی شوي دي

د اسټریا د کرونیوچارو وزیرې سوزېن راب ویلي هغه جومات او یو اسلامي مرکز چې په ویانا کې حمله کوونکی ته به ورته تللو تړل شوي دي.

د ګل، دوشنبې، په ورځ د استریا سرښار ویانا کې مسلح تن څلور کسان ووژل او بیا امنیتي ځواکونو هغه هم په ځوابي ډزو کې ووژلو.

چارواکو د ۲۰ کلن حمله کوونکي تن شناخت د کوتیم فزولي په نامه کړی دی چې د سټریا شهري او مخې ورته هم د ترهګرۍ په لړ کې سزا ور کړی شوي ده.

د اسټریا داخله وزیرې سوزېن راب د جمعې په ورځ یو خبري غونډې ته وویل تړل شوي جومات او اسلامي مرکز حمله کوونکی د تندورۍ په لوري بوتللی و.

بلخوا په جرمني پولیس د څلورو هغه کسانو کورونه او کاروبارونه تالاشي کړل چې دا شک پرې کیږي چې د ویانا حمله کوونکي تن سره تعلق و.

د ویانا د پولیس مشر خبري غونډې ته وویل د جرمني دغه کسانو په دې اووړي کې په ویانا کې د حمله کوونکي تن سره وخت تېر کړی و.

په ویانا کې حملې وروسته د اسټریا چانسلر سباچین کرز په نورو يوپي ملکونو غږ کړی چې د د "پولېټیکل اسلام" ضد دې مشترک محاذ جوړ کړی شي.

د جرمني ډای وېلټ ورځپانې سره مرکه کې غواړي چې د برداشت بې ځایه تصور ختم کړی شي او د یورپ ټول قامونه "دا احساس کړي چې د (پولېټیکل اسلام) سیاسي اسلام نظریه زمونږ ازادۍ او د یورپ د ژوند لارې دپاره څومره خطرناک دی."

هغه وویل "ايي یو (یورپین یونین) دې په اینده کې د پولېټیکل اسلام په مسله زیاته توجه وکړي

په ویانا کې د حملې ذمه واري داعش منلي ده. ډلې په خپله خبري وېب پاڼه عماق د یو تن وډیو هم ښودلی چې مشکوک حمله کوونکی پکې د ډلې د مشر بیعت کوي.

کرز وویل اسلامي ترهګري "زمونږ ټولنه" تقسیموولو غواړي.

کرز وویل "لیکن مونږ په دې نفرت ته ځای نه ورکوو. زمونږ دښمنان د کومې مذهبي ټولنې غړي نه دي. دا ترهګر دي. دا د عیسایانو او مسلمانانو، د اسټریا د ولس او د کډوالو ترمنځ جګړه نه ده بلکې د تهذیب او د بربریت ترمنځ جنګ دی."

د وي او ای رپورټ وايي ځینې مشرانو دا خبرداری کړی چې کرز او مېکران چې کوم دریځ خپل کړی دی وسله وال به دا یورپ د اسلام په ضد بللو دپاره استعمال کړي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG