لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بابراعوان د قانون وزارت څخه مستعفي


بابراعوان د قانون وزارت څخه مستعفي
بابراعوان د قانون وزارت څخه مستعفي

د پاکستان د پخواني وزيراعظم او دپيپلز پارټۍ باني مشر ذوالفقارعلي بوټو د تيزندي کولو کيس کې د صدارتي ريفرنس پيروۍ کولو لپاره د پاکستان دقانون وفاقي وزير بابراعوان دخپل وزارت څخه مستعفي شوى دى.
دچيف جسټس افتخار محمدچوهدري په مشرۍ درې کسيز بينچ دصدارتي ريفرنس اوريدنه وکړه.
دپاکستان چيف جسټس افتخار محمدچوهدري وئيلي دي عدالت به دکوم پوځي واکمن دتاريخ تکرارولو اجازه نۀ ورکوي.
ښاغلي چوهدري وويل بايد څوک شک ونۀ کړي چې عدالت به په قانون يا اصولو ساز باز وکړي او دى خوشحاله شوى دى چې بابراعوان ددې اهم کيس پيروۍ لپاره استعفى ورکړې ده.
دمشر قاضي وينا وه عدالت کيس ته پوره وخت ورکول غواړي او بابراعوان ته يې امر وکړو چې هغه دې دپيروۍ لپاره دپوره تيارۍ سره راشي.
په سپريم کورټ کې دچيف جسټس په مشرۍ درې تني بينچ لخوا دذوالفقاعلي بوټو دتيزندي کولو دکيس بيا پرانستو په اړه دريفرنس داوريدنې وروستو ميډيا سره خبرو کې بابراعوان وويل کۀ چرې هغه دوزيراعظم په چوکۍ هم ناست وى نو دبوټو د کيس بيا پرانستو په اړه دانصاف لپاره به يې استعفي ورکړى وى.
هغه وويل دوي به اساسي قانون په رڼا کې په دانصاف په لمن لگول شوى دظلم داغ ورانوي.
بابراعوان وويل دصدر، وزيراعظم او ټولو پارټۍ دغړو مننه کوي چې ددغه تاريخي کار لپاره يې دى وټاکلو.
هغه دذوالفقارعلي بوټو تيزندي کول نۀ يواځې دپاکستان بلکې دبين المللي تاريخ تر ټولو ستر ظلم وگرځولو او وې وئيل ددغه کيس لپاره دعهدې قرباني هيڅ معنا نۀ لري.
هغه وويل پيپلز گوند دبدلې اخستو په سياست باور نۀ لري او غواړي چې په راتلونکې پاکستان کې دچا سره دغه رقم ظلم ونۀ شي.
بابراعوان وويل دوي لپاره ټولو امران برابر دي ، د هغوي صورتونه او نومونه اهم نۀ دي.
بابراعوان دپاکستان دپخواني وزيراعظم ذوالفقارعلي بوټو په مرگ دمټايانو ويشلو دتور په حقله په يوه پوښتنه دتبصرې کولو څخه انکار هم وکړو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG