لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چارواکي وايي بلوچستان کې په نشو اخته کسانو شمیر ٣ لکه ته رسېدلی


په بلوچستان کې حکومتي چارواکې او د مدني ټولني سازمانونه وایې په ایالت کې په نشو روږد کسانو په اړه ستونزه ‌‌‌‌‌‌ډېره جدي ده او که سملاسي پام ورته ونشي نو ښای چې وضع تر کنټروله ووځي.

د خېرښېګړي د حکومتي ادارې مرستیال مشر اکرم خان کاکړ ‌‌‌‌‌‌ډیوه ته ویلي په هغه شاته پاته ایالت کې نږدې درې لکه یا (درې سوه زره) کسان په نشو اخته دې او ځينې نشې ‌‌‌‌‌‌ډیرې مرګوني دي چې پکې هیروئين او کرسټل هم شامل دي.

هغه وایې بدبختانه په بلوچستان کې د نشئ موادو د مخنیوي او د روږدي کسانو د علاج لپاره هغه څه نه دي شوي کوم چې حکومتونو ته پکار وو. ښاغلی کاکړ وایې په ټول ایالت کې په نشو اخته کسانو د بحالۍ او علاج لپاره یوازي په کوټه او تربت کې دوه روغتونونه فعاله دي خو هغه هم د مامورینو او فنډونو له کمښت سره مخ دي.

د بلوچستان د مدني ټولنې د سازمانونو د ایتلاف مشر سمیع زرکون وایې د پاکستان په اساسې قانون کې د اتلسم بدلون ورسته د مخدره موادو د مخنیوي چارې و صوبو ته سپارل شوي دي خو یوې هم صوبې په دې اړه نه خو قانون جوړ کړی او نه یې هم اداره جوړه کړې ده.

ښاغلې زرکون وویل چې په ایالت کې یوه ګوند هم په خپل سیاسي منشور کې د مخدره موادو د مخنیوي په اړه څه نه دي شامل کړي او حال دا دی چې په پاکستان کې تر ترهګري زیات خلک له نشې څخه مړه کېږي.

پاکستاني مطبوعات وایې په ۲۰۱۸م کال کې د ترهګری په ۲٦۲ پېښو کې ۵۹۵ کسان وژل شوي و خو د نشو له لاسه هم په دغه کال کې تر ۷۰۰ زیاتو کسانو ژوند له لاسه ورکړی دی. سمیع زرکون وایې دا هغه شمېرې دي چې رپوټ شوي دي او ښای له نشو څخه د مړه شوو کسانو شمېر تردې هم زیات وي.

ښاغلی زرکون وایې د مخدره موادو په ضد او په نشو د روږدي کسانو د علاج لپاره که په بلوچستان کې څه نا څه هڅې کېږي نو هغه د نا دولتي سازمانونو لخوا دي خو د پاکستان د مرکزي حکومت لخوا د نادولتي ادارو په وړانډي له نوي تګلاې څخه دغه ادارې اوس له مالي ستونزو سره مخ دي.

د جنایتونو او د مخدره موادو د مخنیوي لپاره د ملګرو ملتونو ادارې په ۲۰۱۴م کال کې په خپل رپورټ کې ویلې و چې به پاکستان کې نږدې ۷ میلیون کسان په خطرناکه نشو روږد دي او هرکال شاوخوا یونیم سل ټن هیروئین کارول کېږي.

بلوچستان له افغانستان سره پر څنډه دی او نړیوالي ادارې وایې د ‌‌‌‌‌‌ډيورنډ له کرشې آخوا د نړی د افیمو ۴۳ فیصده تولیدېږي او ترهګري ‌‌‌‌‌‌ډلي د خپل ترهګر عملیاتو لپاره د پیسو زیاته برخه له مخدره موادو څخه ترلاسه کوي. نړیوالې رسنی وایې بلوچستان له افغانستان څخه د مخدره موادو و اروپا او نورو هیوادونو ته د قاچاقي لارې په توګه کارول کیږي.

XS
SM
MD
LG