لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: فرورۍ کې په بلوچستان کې حملې زياتې شوي په نور ملک کې کمې شوي


پاکستان کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو څيړنيزې غېر حکومتي ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکيورټي سټډیز (پيکس) ويلي، د ‏فرورۍ په مياشت کې په خېبرپښتونخوا کې د ترهګرۍ پېښې کمې شوي خو بلوچستان صوبه کې زياتې شوي او په ملک کې د امنيت مجموعي صورتحال ‏د جنورۍ څخه بدل نه وو.‏

پيکس د فرورۍ په میاشت کې شوو حملو او ترهګرۍ د پېښو په اړه جاري کړي رپورټ کې ويلي، په ټول ملک کې په ‏‎97‎‏ حملو کې ‏‎87‎‏ ‏کسان وژل شوي او ‏‎118‎‏ ژوبل شوي دي، په جنورۍ کې په ‏‎93‎‏ حملو کې ‏‎90‎‏ کسان وژل شوي او 135 ژوبل شوي وو. ‏

پيکس ويلي، فرورۍ کې په بلوچستان کې د ترهګرۍ پېښې سېوا شوي، خېبرپښتونخوا او قبايلي ضلعو کې کمې شوي دي. بلوچستان کې د جنورۍ په ‏مقابله کې په فرورۍ کې وسله وال بريدونه ‏‎72‎‏ فيصده سېوا شوي وو.‏

ویل شوي، بلوچستان کې د فرورۍ په میاشت کې ‏‎57‎‏ حملې شوي ‏‎42‎‏ کسان پکې وژل شوي او ‏‎72‎‏ ژوبل شوي، په جنورۍ کې په ‏‎33‎‏ حملو کې ‏‎31‎‏ کسان وژل ‏شوي وو.‏

ویل شوي بلوچستان کې په ترسره شوو ‏‎57‎‏ حملو کې 30 په انتخابي هلوځلو شوې او سياسي ګوندونه په نخښه شوي وو. ‏

پاکستان کې تېره میاشت په اتمه فرورۍ عام انتخابات ترسره شوي، او د انتخاباتو دپاره د کمپاين په مهال او په ځانګړي ډول د انتخاباتو په نزدې کېدو ‏بلوچستان او خېبرپښتونخوا کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوې وې.‏

پيکس ویلي، فرورۍ کې په بلوچستان کې ترسره شوو 57 حملو کې 50 حملې د لومړي نه تر اتمې نېټې پورې شوې وې او د انتخاباتو نه وروسته يواځې ‏اووه حملې رپورټ شوي دي.‏

د پيکس د رپورټ ترمخه، فرورۍ کې په پخوانۍ فاټا کې د تشدد پېښې 54 فيصده او د خېبرپښتونخوا صوبې په نورو برخو کې ‏‎23‎‏ فيصده کمې شوي ‏دي.‏

ویل شوي قبايلي ضلعو کې په ‏‎11‎‏ حملو کې اووه تنه وژل شوي او‎ 17‎‏ ژوبل شوي وو او د جنورۍ په میاشت کې په ‏‎24‎‏ حملو کې ‏‎36‎‏ کسان وژل شوي او 57 ‏ژوبل شوي وو.‏

د پيکس د رپورټ ترمخه د قبايلي ضلعو نه علاوه د خېبرپښتونخوا په نورو برخو کې په ‏‎23‎‏ حملو کې ‏‎35‎‏ کسان وژل شوي او ‏‎28‎‏ ژوبل شوي وو، ويل شوي ‏د جنورۍ په مقابله کې حملې کمې شوي خو ځاني تاوان زیات شوی دی.‏

په رپورټ کې ویل شوي د فرورۍ په میاشت کې په سيند صوبه کې په پينځو حملو کې درې کسان وژل شوي او په پنجاب کې يواځې يوه حمله شوې او کوم ‏تاوان یې نه وو اړولی.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG