لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان اسمبلۍ د مرکزي حکومت نه د سي پېک په سر د قامي کمېشن جوړولو غوښتنه کړې


Karachi, ANP protest regarding CPEC
Karachi, ANP protest regarding CPEC

د بلوچستان ايالتي اسمبلۍ د مرکزي حکومت څخه د سي پېک (پاک چين اقتصادي لارې) په پروژو کې پر غير منصفانه تقسيم د قامي کمېشن جوړلوغوښتنه کړې ده.

د جمعې په ورځ د بلوچستان ايالتي اسمبلۍ غونډهد اسمبلۍ سپیکرسردار بابر موساخيلپه مشري کې ترسره شوه. د بلوچستان نيشنل ګوند (بي اين پي) مېنګل غړي ثنا بلوچ دغه قرارداد وړاندې کړو.

په قرار داد کې ليکل شوي په سي پېک منصوبه کې له بلوچستان سره نا انصافي شوې او د پروژې په ترڅ کې په ټول هیواد کې د ۶۲ اربه ډالرو سرمايه کاري کيژي خو په دغه پروژو کې بلوچستان ایالت له نظره غورځول شوی.

د صوبې مشر وزير جام کمال عالياني پر قرارداد د خبرو پر وخت وويل ٫٫ سي پېک پروژه کې د بلوچستان ټوله برخه څلورنيم فيصده ده. که د دغې څخهګوادر او حب کو پاور پلانټ (د بجلۍ پيدا کولو پروژه) وويستل شي نو بلوچستان ته به يوازي يو فيصد برخه پاته شي.٬٬

مشر وزير وویل په تيرو حکومتونو کي بلوچستان له نظره غورځول شوي او زیاته کړې یې ده دغه ناانصافي نوره د زغملو نه ده.

د بلوچستان اسمبلۍ د قرارداد ترمخه د بې انصاٖفي له وجې د بلوچستان په خلکو کې د محرومۍ کچه لا لوړه شوې ده.

ښاغلي ثنا بلوچ د قرار داد وړاندې کولو پر وخت وويلي ٫٫ پر ختيځه لار (مشرقي روټ ) باندې ۹۹ سلنه کار ترسره شوی خو غربي لاره (مغربي روټ) باندي هیڅ کار نه دی شوی.٬٬
ثنا بلوچ وړاندې ویلي پر شرقي لاره ۶۲ څخه تر ٦٨ بلينه ډالرو سرمايه کاري کيژي خو بلوچستان صوبې ته هیڅ هم نه دي ورکړل شوي.

ايالتي اسمبلۍ قرار داد په اکثريت سره پاس کړی او د پاکستان مرکزي حکومت څخه يې غوښتنه کړې یو قامي کمېشن دې جوړ کړل شي. کمېشن دې په پروژه کې د شوو نا انصافیو لاره ونيسي او بلوچستان ته دې زياته برخه ورکړل شي.

د پاکستان بلوچستان او خېبر پښتونخوا ټولو ملت پاله او مذهبي ګوندونو د وړاندې نه په چين پاکستان اقتصادی لارې (سي پېک) باندي خپله نا خوشي څرګنده کړې او یاده پروژه يې د وړو صوبو سره ناانصافي بللې. دغه ګوندونو په سي پېک منصوبه کې د غربي لارې او صنعتي زونز په شمول د نورو پروژو غوښتنه کوي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG