لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان وزیراعلا وايي د ګوادر په بندر حمله شوې او امنیتي ځواکونو حمله کوونکي وژلي دي


په ګوادر کې د عرب سمندر په ساحل د ژورو اوبو بندر د چین د اربونو ډالرو په مالي مرسته جوړ او د چین او پاکستان د اقتصادي همکارۍ منصوبې سي پېک برخه ده
په ګوادر کې د عرب سمندر په ساحل د ژورو اوبو بندر د چین د اربونو ډالرو په مالي مرسته جوړ او د چین او پاکستان د اقتصادي همکارۍ منصوبې سي پېک برخه ده

د بلوچستان وزيراعلا سرفراز بګټي ویلي وسله والو د شورو، چهارشنبې، په ورځ په ګوادر ښار کې په سمندري بندر حمله وکړه خو امنیتي ځواکونو په جوابي عملیاتو کې ټول حمله کوونکي ووژل. بلوچستان لبرېشن ارمي د بريد زمه واري منلې ده.‏

د رپورټونو ترمخه وسله والو د کمپليکس ودانۍ ته ننوتلو هڅه کړې، د حملې په وخت د سختو ډزو او چاودنو اوازونه اورېدل شوي دي.‏ ويل شوي، د وسله والو او امنيتي ځواکونو ترمنځ د ډېر وخته پورې نښته روانه وه.‏

د بلوچستان صوبې وزيراعلا سرفراز بګټي په اېکس (پخواني ټویټر) پوسټ کې ويلي، ‏‏"اتو ترهګرو د ګوادر پورټ اتارټۍ په کمپليکس د برید هڅه کړې ده. امنيتي ځواکونو دوی ټول وژلي دي". ‏

سرفراز بګټي زياته کړې، "دا ډاګيز پېغام دی چې څوک هم د تشدد لار خپلوي، رياست به ورسره هیڅ ډول رحم نه کوي". هغه ویلي، امنيتي ځواکونه "په نره ‏جنګېدلي" دي.‏

د بلوچستان اعلا وزیر په خپل پېغام کې دا نه و نه وېل چې په حمله کې څوک ککړ وو خو روېټرز خبري ادارې وویل بلوچستان لېبرېشن ارمي نومې وسله والې ډلې، بي اېل ای، د حملې ذمه واري منلې ده. بي اېل ای چې د پاکستان نه علاوه امریکې هم ترهګر تنظیم ټاکلی په تېرو وختونو کې يې په بلوچستان کې د یو شمېر حملو ‌ذمه وارۍ ملنې دي.

بلوڅ لبرېشن آرمي نومې ډلې د بريد زمه واري منلې او دعوه یې کړې، د ګوادر پورټ اتارټۍ په کمپليکس کې یې د پاکستان د خفيه ادارو (آی اېس آی او ‏اېم آی په مرکز مجید بريګيډ حمله کړې ده. ‏

يادې ډلې دعوه کړې فدايانو یې په درې نيمې بجې حمله کړې وه.‏

د ځايي مطبوعاتو ترمخه په کوم ځای چې بريد شوی دغلته د ګودار پورټ اتارټۍ د کارکوونکو کورنۍ مېشت دي او سرکاري دفترې هم دي.‏

د پوليسو په وينا دا بريد له څلور اړخه څخه وو او د بريد پر وخت ځينې چاودنې هم شوې دي، برید ګرو په لويو او وړو وسلو بريد کړی او د بريدپه اړه نور ‏معلومات را ټولوي.‏

د ګوادر د پوليس يو چارواکي په وينا چې د ګوادر پورټ اتهارټي کمپلیکس ته څېرمه د الیکشن کمیشن، پاسپورټ افس، او نور هم سرکاري دفترونه او ‏سرکاري هسپتال هم دی.‏

د نوم نه ښکاره کولو په شرط د پوليس چارواکي وويل،" پد ګوادر په جي ډې اې کمپليکس کې دننه ډيرې ودانۍ دي چې پکې شاوخواه پينځوس کورنۍ ‏ابادې دي، دلته د سرکاري ادارو دفترونه هم شته او زياتره وخت د امنيت سخټ پام ساتل کېږي".‏

د روېټرز خبري ادارې د رپورټ ترمخه، په ګوادر پورټ اتارټي حمله کوونکي بلوچ وسله والو سره د ټوپکو ترڅنګ بمونه هم وو.

په ګودار کې حکومتي چارواکي سعید احمد عمراني روېټرز ته وویل د د پورټ اتارتي په کمپلېکس کې د حکومت د مختلفو محکومو، د استخباراتي او د امنیتي ادارو دفترونه موجود دي.

عمراني وویل حمله کوونکو په بندر د یرغل نه مخکې چاودنې وکړې.

په پاکستان کې د چین سره په تړلو هدفونو د دې نه مخکې هم حملې شوي دي او روېټرز وايي بي اېل د تېر کال د اګست په میاشت کې په ګوادر کې د چینايي کارکوونکو په قافله د حملې ذمه واري منلې وه.

په ګوادر کې د عرب سمندر په ساحل د ژورو اوبو بندر د چین د اربونو ډالرو په مالي مرسته جوړ او د چین او پاکستان د اقتصادي همکارۍ منصوبې سي پېک برخه ده.

بېلا بېلو بلوڅ بېلتون غوښتونکې ناقانونه وسلوالې ډلې د چين او پاکستان د دې معاهدې د نه منلو اعلان او پر ضد يې وسلوال فعاليت کولو دعوې کوي. ‏او وخت نا وخته په ګوادر او شاوخوا سيمو کې د پاکستاني عسکرو تر څنګ د چيني کمپنيو پر کارمندانو باندې یې هم د بريدنو زمه وارۍ منلې دي.‏

د پاکستان حکومتي او پوځي چارواکو ويلي چې د ګوادر او سي پيک په کاميابه کيدو سره به پاکستان او سيمه کې معاشتي مظبوط والی راشي، دوی ‏وايي د دې منصوبې پر ضد کار کونکي د پاکستان دوښمن دي او دوی به کله هم هغه معاف نه کړي.‏

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG