لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بلوچستان هايي کورټ د پي ټي اېم او د بلوچستان اسمبلۍ د غړو خلاف پولېس مقدمې وځنډولې


د کوټې تر څنگ په کلا سیف الله کې هم پولیس په ایف ايي ار کې دغه کسان نامزد کړي وو
د کوټې تر څنگ په کلا سیف الله کې هم پولیس په ایف ايي ار کې دغه کسان نامزد کړي وو

د بلوچستان هايي کورټ په کوټه کې د پښتون ژغورنې غورځنگ د جلسې په سر د پي ټي اېم او د صوبايي اسمبلۍ ځینې غړو خلاف د پولېس مقدمو د ځنډولو امر کړی دی.

عدالت دغه فېصله د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د صوبايي اسمبلۍ غړي نواب اباز جوگېزۍ په خواست وکړه.

د ښاغلي جوگېزۍ وکیل اکرم شاه وي او ای ډیوه ته وویل د عدالت د فېصلې ورسته به پولیس په ایف ايي ار عملداري نه کوي، یعنې په ایف ايي ار کې د نومول شوو کسانو خلاف به څه گامونه نه اخیستل کیږي.

په کوټه کې دا میاشت د پي ټي ایم د جلسې په سر پولېس د تحریک د مشر منظور پشتین او د یو شمیر نورو کارکونکو او د نواب ایاز جوگېزۍ ترڅنگ د صوبايي اسمبلۍ د ځینې نورو غړو خلاف مقدمې درج کړې وې. په دغه مقدمو کې د نفرت راپارولو او د امن او امان خرابولو شقونه لگول شوې وو.

د کوټې تر څنگ په کلا سیف الله کې هم پولیس په ایف ايي ار کې دغه کسان نامزد کړي وو.

د نواب ایاز جوگېزۍ وکیل اکرم شاه د بلوچستان هايي کورټ قاضي اعجاز سواتي په مشرۍ کې بینچ ته وړاندې شو. په اورونه کې عدالت د ایف ايي ار د ځنډولو فېصله وکړه او اوړنده حکومتي مامورینو ته یې د حاضریرۍ هدایات ورکړل.

د بلوچستان د اعلي محکمي وکيل نعمت الله ايدوکيټ وويل چي د دوی احتجاج د قانون په چوکاټ کي دننه و او د اساسي قانون نهمه ماده شهریانو ته حق لپاره د غږ پورته کولو اجازت ورکوي.

وکيل نعمت الله وويل که چېري حکومت د خلګو جایز ستونزې نه هواروي نو بيا به د غه ډول احتجا جو نه را منځ ته کېږي.

د پولېس په دغو مقد مو کي د پشتون ژغورني غورځنګ مشر منظور پشتين، محسن داوړ، خان زمان کا کړ، د پشتونخوا ملي ګوند نواب محمد ايا ز خان جوګزۍ ، رضا محمد رضا، عبد الرحيم زيارتوال او یو شمیر نور مخور کسان شامل دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG