لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلوچستان کې مدني ټولنو په ميراث کې د ښځو د حقونو د قانون هرکلی کړی


د ښځو د حقونو فعاله او قانوني مرسته کونکې زرغونه خان وایي یو داسې ټولنه چې اساس یې په ”نرواکي“ وي هلته نارینه په هیڅ توګه و ښځو ته حقونه ورکولو ته اماده نه وي، میرمن زرغونه وایې ”حقونه څوک په رضا نه ورکوي بلکې حق به اخلې او ږغ به پورته کوې“.
د ښځو د حقونو فعاله او قانوني مرسته کونکې زرغونه خان وایي یو داسې ټولنه چې اساس یې په ”نرواکي“ وي هلته نارینه په هیڅ توګه و ښځو ته حقونه ورکولو ته اماده نه وي، میرمن زرغونه وایې ”حقونه څوک په رضا نه ورکوي بلکې حق به اخلې او ږغ به پورته کوې“.

د مدني ټولنو او د ښځو د حقونو فعالینو د بلوچستان کابینې ستاینه کړې چې ښځو ته په پلارګني او خسرګني میراث کې د ټاکل شوي برخې په اړه قانون کې یې د بدلون منظوري ورکړې ده.

دا قانون به ‌‌‌‌‌‌ډېر زر و اسمبلۍ ته وړاندي کړل شي او که اسمبلۍ هم دغه قانون منظور کړي نو ښځو ته به په میراث کې د هغوی ونډه په یوه میاشته کې دننه ورکول باوري شي.

په بلوچستان کې مدني ټولنو او د ښځو د حقونو فعالینو دغه ګام ستایلی او وایي له دې څخه به نه یوازي د هغوی د میراث حق خوندي شي بلکې دا د ښځو د اقتصادي خپلواکي لپاره هم یوه غوره پریکړه ده.

د عورت فا‌ؤنډیشن نومې د یوې نادولتي ادارې مشر علا‌ؤالدین خلجي ‌‌‌‌‌‌ډیوه ته ویلي دا قانون که څه هم یو ښه ګام دی خو په ټولنه کې ښځي پخپله د خپلو حقونو غوښتنه نکوي او زیاتره وخت لیدل شوي چې خویندو او میندو خپل حقونه بخښلي وي، د ده په وینا که چیرې ښځي له خپلو حقونو څخه لاس په سر شي نو بیا قانون هم بې وسه شي.

ښاغلي خلجي وویل داغیرت یوازي په ښځو کې دی چې له خپله حقه تیري شي خو موږ یو هم داسي نارینه نه دی لیدلی چې خور او مور ته، تر خپل حق تیر شي

د ښځو د حقونو فعاله او قانوني مرسته کونکې زرغونه خان وایي یو داسې ټولنه چې اساس یې په نرواکي وي هلته نارینه په هیڅ توګه و ښځو ته حقونه ورکولو ته اماده نه وي، میرمن زرغونه وایې حقونه څوک په رضا نه ورکوي بلکې حق به اخلې او ږغ به پورته کوې.

زرغونې وویل داسې ‌‌‌‌‌‌ډیري پیښي اوس هم په عدالتونو کې تر اوریدني لاندي دي چې ورڼو خپلې خویندي په حکومتي ریکار‌‌‌‌‌‌ډ کې مړې لیکلي دي چې د هغوی حقونه ځان ته واړوي.

د هغې په وینا دا فکر ناسمه او یو پروپاګند دی چې د حقداره ښځي له مړیني ورسته د هغې اولاد د حق غوښتنه نشي کولای، زرغونه وایي د پاکستان په قانون کې د حق لپاره څه موده نه ده ټاکل شوې او هر وخت او هر قانوني میراث خور یې غوښتلی شي.

علا‌ؤالدین خلجي وویل په بلوچستان کې د ایران پولي ته څیرمه مکران داسي یوازینۍ سیمه ده چیري چې و ښځو ته د پلار او میړه په میراث کې پوره حق ورکول کیږي او په نورو برخو کې ‌‌‌‌‌‌ډیر کم داسي لیدل شوي چې له عدالتي قضیو پرته دي حق ورکول شوی وي.

د عوامي نیشنل ګوند لخوا د بلوچستان اسمبلۍ غړې میرمن شاهینه کاکړ وایي د ایالت اوسني حکومت د ښځو د حقونو د خوندیتوب لپاره بې ساري ګامونه اخستي او دوی به دا هڅه هم کوي چې د میراث ورکولو ریکار‌‌‌‌‌‌ډ د شناختي کار‌‌‌‌‌‌ډ د ادارې نادرا سره هم وتړي.

میرمن کاکړ وویل غټه ستونزه دا ده چې په بلوچستان کې د ښځو حقونه د سیاسي ګوندونو په لومړیتوبونو کې شامل نه دي، خو بلوچستان، د دې په وینا لومړی صوبه ده چې د ښځو لپاره یې ‌‌‌‌‌‌په لږ موده کې ‌‌‌‌‌‌ډیر اساسي قانونه منظور کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG