ارواښاد عبدالرحیم مندوخیل د ډیرو نورو پښتنو سیاسي مشرانو په ډول له نیمګړو ارمانونو سره په اتیا کلنۍ کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.
د نوموړي سیاسي ملګري او مینوال وايي هغه د یوه ښه سیاست پوه، مبارز او لارښود ترڅنګ یو ښه لیکونکی، تاریخ پوه، تنظیم جوړونکی، ملګری او ښه پلار هم وه.
نوموړي ټول ژوند د پښتون ولس د سیاسي او ملي خپلواکۍ لپاره مبارزه وکړه او د ښه شخصي او سیاسي کردار خاوند وه.
ځینې څېړونکي وايي د پښتنو د یوالي، ملي او سیاسي خپلواکۍ او د یوه با ثباته افغانستان د لیدو ارمانجن وه.
د ډیوه راډیو د روانو چارو په خپرونه کې مو د نوموړي د ژوند په بیلابیلو اړخونو د هغه له زوی ډاکټر بایزید، پروفیسور ډاکټر برکت شا کاکړ، د عوامي نیشنل ګوند د بلوچستان مشر اصغر خان اڅکزي او د پښتونخوا میپ له سناتور عثمان خان کاکړ سره خبرې کړیدي.
د برخوالو په اند عبدالرحیم مندوخیل د هغو څو سیاستوالو څخه وه چې د پښتون افغان خاورې په دفاع کې د کتار په سر کې ولاړ وه او نه یواځې یې د پاکستان په سیاست کې د جاسوسي ادارو لاسوهنه بلکه د افغانستان په جګړه کې یې هم بهرنۍ لاسوهنه په لومړي ځل په ګوته او وغندله.
خپرونه په لاندیني لنک کې اوریدلای شی چې کوربه یې نصیر کاکړ دی.