لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې ۱۲ موندل شوي بې درکه کسان چا اوړي وو؟


د پاکستان د مرکزي حکومت له خوا ټاکل شوي کمېشن چې کار یې د بې درکه شویو کسانو پته لګول دي، په کوئټه کې لس ورځنۍ اورېدنه بشپړه کړه چې پکې د دوولسو (۱۲) ورکو کسانو کورو ته د رارسېدو پخلی شوی دی. د دوو ورک شوو کسانو درک لګول شوی دی او د دوو ورکو شویو کسانو قضې ختم کړل شوې، مګر دا ندي ویل شوي چې دغه کسان په کوم جرم چا بیولي و، چېرته و، او څنګه آزاد کړی شول.

د بلوچستان د کورنیو چارو د څانګې ترمخه، د بې درکه کسانو راخوشې کېدو کميشن د تيرو لسو ورځو راهېسي د لادرکه شویو کسانو د قضيو اورېدنه تر سره کوله چې په دې لړ کې په آخري ورځ هم د يوولسو کسانو د کېسونو اوريدنه وشوه.

د کمېشن مشري د بلوچستان هائيکورټ پخواني چیف جسټس (ر) فضل الرحمان کوله.

د کورنیو چارو وزارت وايي، د بې درکه شویو کسانو د څېړینو کمېسیون د لسو ورځو په وخت کې د څه دپاسه سلو (۱۱۷) ورک شوي قضیې واوریدې.

په دې ترڅ کې د ۱۲ تنو بې درکه کسانو د راخوشې کېدو پخلی شوی، د دوو تنو درک ولګول شو او د دوو کسانو قضیې د بې درکه شویو له نوم لړ څخه واېستل شوي.

د بشری حقوقو سازمان وايي د مرکزی حکومت کمیسیون باندې خلک باوري نه کوي. بلوچستان کې د بشري حقونو د سازمان غړی شمس مندوخېل وويل چې دوی هم دغه کمېسون ته نه ورځي.

شمس مندوخېل وي او اې ډیوه ته وویل: "د چا بچیان ورک دي، د چا پلار ورک دی، دا کېسونه درج کیږي، خو د دې کېسونو څه خاصه نتیجه تر اوسه نده راوتلې."

مندوخيل زیاته کړه چې د کمېشن اورېدونو باندې څوک باور نلري، څوک نه ورځي، او په کار ده چې یاد کمېشن ویلي و چې پیدا شوي او کور ته ستانه شوي دوولس تنه څوک و، او مقدمه یې څنګه شوله.

په بلوچستان کې د لادرکه شویو کسانو د وارثینو سازمان یا وایس فار بلوچ مسېنګ پرسنز هم دغه کمېشن ته نه حاضریږي. دوی دعوه کوي چې دا خپلواک کمېشن ندی او د حکومت په خوښه باندې چلیږي، خو حکومت بیا دا تورونه ردوي.

د بلوچستان حکومت وايي چې په تېرو دریو کلونو کې تر څلور سوه (۴۰۰) پوری بې درکه شوي کسان راخوشې شوي دي. د کورنیو چارو وزارت دا ندي ویلي چې دا څلور سوه کسان څوک و، د کومه ځای دي، کله بې درکه شوي و، او یا چا بې درکه کړي و، هېڅ ډول تفصیل یې ندی ورکړی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG