کوټه —
د بلوچستان په مرکزي ښار کوټه کې د نهې، سه شنبې، په ورځ د بم چاودېدو له امله یو کس ووژل شو او نهه نور زخمیان شول.
د امدادي کارکوونکو په وینا بم چاودنه د کوټې په کباړي مارکیټ کې وشوه چې په ښار کې میشته د هزاره ټولنې د اکثریت برخه ده.
د کوټې د سول هسپتال چارواکو په وینا په بم چاودنې وروسته هسپتال ته د یو کس مړی او نهه زخمیان راوړل شوي وو.
په سمدستي توگه د بم چاودنې ذمه واري چا په غاړه نه ده اخیستې.
خو حکومتي چارواکي په بلوچستان کې د تشدد پړه په بېلتون خوښو بلوڅ وسله والو او یا په تندروه مذهبي ډلو اچوي.