لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې د لوډشېډنگ خلاف کاربندیز شوی دی


بلوچستان کې د لوډشېډنگ خلاف کاربندیز شوی دی
بلوچستان کې د لوډشېډنگ خلاف کاربندیز شوی دی

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د بجلۍ د لوډ شیډنگ پرضد د ایالت په زیاتره برخو کې هړتال یا کاربندیزشوی دی.

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې د بجلۍ د لوډ شیډنگ پرضد د ایالت په زیاتره برخو کې هړتال یا کاربندیزشوی دی.
د کاربندیز لاوجې کارروبارونه تړل شوې ؤ، په سړکونود موټرو تگ را تگ د معمول نه کم ؤ او د حکومت خلاف مظاهرې شوي دي.
د بجلۍ د نشتوالې پرضد کاربندز د پښتونخوا ملي عوامې گوند او د کرونده گرو د تنظیم په وینا شوی دی.
رپورټونه وائې بلوچستان کې تر ١٨و ساعتو پورې د بجلۍ لوډشیډنگ کیږي. د بجلۍ د نشتوالې په وجه د اوبه خور ټیوب ویلونه نشې چلیدی او دا رنگ د پښتونو په سیمو کې فصلونه او باغونه د وچیدو سره مخ دي.
د کاربندیز په لړ کې ویستل شوې یو لاریون یا مارچ کې برخه والو غوښتنه کوله چې د بلوچستان د پښتنو سیمو د پاره دې د ډیره اسماعیل خان نه ژوب ته دې د برق لویه کرښه وغزولی شي.
پاکستان په ورستیو کې د بجلۍ یا دبریښنا د کمۍ ستونزې سره مخ دی او گرد پاکستان کې خلک د بجلۍ نشتوالې پرضد مظاهرې او کاربندیز کوي.
د پاکستان حکومت درېځ دی چې د بجلۍ استعمال په هېواد کې د بجلۍ موجوده جوړیدو نه ډیر زیات دی او حکومت مجبور دی چې دغه کمۍ پوره کولو لپاره څو ساعتو له بجلۍ لوډشېډنگ وکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG