لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په بلوچستان کې دا میاشت 10 امنیتي عسکر وژل شوي


عثمان کاکړ
عثمان کاکړ

د پاکستان په بلوچستان صوبه کې چېرته چې امنیتي حالات کړکېچن بلل کېږي د جون په میاشت کې د وسله والو په بریدونو کې لږ تر لږه 10 امنیتي عسکر وژل شوي، چارواکو په عملیاتو کې د اتوو وسله والو د وژلو دعوه کړې او د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان مشر او د پخواني سېنېټر عثمان کاکړ مرګ د هغه کورنۍ او ګوند د حادثاتي مرګ په ځای وژنه بولي.

ددې ترڅنګ د جون په میاشت کې وکیل عظمت کاسي هم په خپل دفتر کې نامعلومه کسانو وژلی دی.

د می په میاشت کې په بلوچستان کې د پوځ د شمېرو ترمخه شاوخوا 28 پوځیان او نور امنیتي عسکر، اته وسلوال او شپږ عام کسان وژل شوي وو او په لسګونو نور ټپیان شوي وو.

د جون د پېښو لنډیز

— د جمعې په ورځ (25 جون) د پاکستان پوځ ویلي د بلوچستان صوبې په سبي ضلع کې په ترهګر بريد کې د اېف سي ځواک پينځه عسکر وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ ویلي، د سبي په سنګان علاقه کې د اېف سي ځواګ په ګشت/ ګزمه وو چې ترهګرو پرې بريد کړی دی. پوځ ويلي، په نښته کې ترهګرو ته هم غټ مالي او ځاني تاوان اوښتی دی، خو په دغه اړه نور تفصيل نه دی ورکړی شوی.

د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال د عثمان کاکړ زوي سره د لېدنې په مهال
د بلوچستان اعلا وزیر جام کمال د عثمان کاکړ زوي سره د لېدنې په مهال

د پاکستان د کورنيو چارو وزير شېخ رشېد احمد د دغه بريد غندنه کړې وه او ویلي يې وو ریاست به په پوره قوت د ترهګرو مقابله کوي.

— په 17 جون د پاکستان پوځ ویلي د بلوچستان صوبې په تربت سيمه کې ترهګرو په پوځ بريد کړی چې پکې يو پوځي عسکر ووژل شو.

په پوځي بيان کې ويل شوي د پېښې وروسته په غټه کچه عمليات پېل کړی شوي او ویلي وو ترهګر به ونه کړی شي چې د بلوچستان په سختۍ سره ترلاسه کړی شوی امن تباه کړي.

— هم د جون په 17 د بلوچستان صوبې د ترهګرۍ ضد ادارې سي ټي ډي پوليسو وياند په يوه خبر پاڼه کې دعوه کړې وه چې په بولان سيمه کې يې په عملياتو کې څلور ترهګر وژلي او وسله يې ترې هم ترلاسه کړې.

سي ټي ډي پوليسو ویلي وو وژل شوي مبینه ترهګر د بلوچ لبرېش ارمي نومې لاقانونه ګرځول شوي ډلې غړي دي.

— په 14 جون پوځ ویلي وو د کوټې په مارګېټ روډ په یوې ماين چاودنه کې د اېف ـ سي ځواک څلور سرتيري وژل شوي وو.

د پاکستان سرکاري ميډيا د پوځ (ايي اېس پي ار) له قوله ویلي، د اېف ـ سي سرتيري د مارګېټ کې په ماينونو په امنيتي ډيوټۍ مامور وو.چې په نخښه کړی شوي دي.

د پاکستان ميډيا ویلي وو په وژل شویو عسکرو کې یو صوبېدار سردار خان د لکي مروت، سپاهي مصدف حسېن د وهاړي، سپاهي محمد انور د ډېره اسماعيل خان او سپاهي اوېس خان د نيلم سیمو وو.پوځ ویلي وود پېښې وروسته په علاقه کې په غټه کچه د لټون عمليات پېل کړی شوي وو.

منظور پشتین
منظور پشتین

— د جون په یولسمه نېټه د پاکستان پوځ د بلوچستان په خاران ضلع کې د استخباراتي معلوماتو په اساس د ترهګرو په ضد عملیاتو په وخت د دوو ترهګرو د وژنې دعوه کړې وه او ویلی یې وو چې د ترهګرو په ډزو کې یو د ایف سي عسکر چې فدا الرحمان نومیدو اؤ د چترال دمستوج سیمې سره یې تړاؤ لرلو هم وژل شوی دی. خو په بیان کې د ترهګرو پیژندګلو نه وه ښودل شوې.

حکومت او ملت پاله ګوندونو دریځ

څېړونکي، سیاستوال او ځايی اوسېدونکي وايي د رقبې په لحاظ د پاکستان ترټولو ستره صوبه بلوچستان د تیرې اوږدې مودې راهسې دبدامنۍ اؤ ناارامۍ سره مخامخ ده اؤ دغلته که یو خوا په امینتي ځواکونو بریدونه کیږي نو هلته د بلوچو ترڅنګ د پښتنو قام پرست ګوندونه تور پورې کوي چې امنیتي ادارې خلک په زرو بې درکه کوي.

خو د پاکستان پوځ دا دعوې ردوي اؤ ادعا کوي چې بلوچستان کې دحالاتو خرابولو تر شا د نورو ملکونو لاس دی.

هدفي وژنې

په روانه میاشت کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر او پخوانې سېنېټر عثمان کاکړ د جون په اوولسمه په کور کې ددنه سخت ژوبل شویو چې وروسته خپلو خپلوانو د کوئټې په یو شخصي روغتون کې داخل کړی وو چې هلته یې د سر اپرېشن وشو، خو ډاکټرانو وروسته هغه د نورې درملنې دپاره کراچۍ ته انتقال کړو. د کراچۍ په شخصي روغتون، آغا خان کې هغه د جون په یوویشتمه ساه ورکړې وه.

د عثمان کاکړ زوي خوشحال کاکړ دعوه کړې چې پلار یې وژل شوی دی، هغه د خپلې دعوې په وخت د خپل د مرګ تورونه په پوځي استخبارتي ادارد پورې کړی وو.

د بلوچستان صوبې د کورنيو چارو وزير ضيا لانګو ویلی وو چې که د عثمان کاکړ کورنۍ د هغه د مړينې پېښه باندې خدشه لري "دوی" هر ډول تحقيقاتو کولو ته تيار دي.

د پښتون خوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی
د پښتون خوا ملي عوامي پارټۍ مشر محمود خان اڅکزی

د بلوچستان اعلی وزیر جام کمال ویلي هر هغه ګام به اخلي چې د هغه په اخېستلو سره د عثمان خان کاکړ کورنۍ، د هغه ګوند او د هر سړي تسلي وشي.

په بلوچستان کې د عوامي نېشنل ګوند د مرکزي کمېټۍ غړی عبيدالله کاسی کوټې ښار ته نیژدې له کچلاغ سيمې څخه لا درکه شوی، چې د تښتونې په ضد یې احتجاج شوی او پوليس وايي دوی يې په لټه کې دي چې ددغه سیاسي مشر درک ولګوي.

د عوامي نېشنل ګوند د بلوچستان جنرل سيکرټري مابت کاکا د ملک عبيدالله کاسي د لادرکه کېدو خبر تایید کړې

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي

"د شهيد عثمان کاکړ د بې دردۍ سره قتل يوه اوونۍ هم نه ده پوره، چي د کچلاغ څخه د عوامی نیشنل ګوند یو مشر رهنما ملک عبیدالله کاسی اغوا کړل شوی. چې څوک هم د پښتنو لپاره غږ پورته کوي هغه په څه نه څه طريقه د دوی هدف ګرځول کېږي، دا پاليسي بايد پای ته ورسي“.

د بلوچستان وزيراعلی جام کمال هغه وخت رسنيو ته ويلي وو چې دوی د يادې پېښې پلټنې کوي خو د هغه په خبره که ضرورت يې پېښ شو د پلټنې عدالتي کميشن به هم جوړ کړي.

ياده دې وي چې د عوامي نېشنل ګوند ايالتي وياند اسد خان اڅکزی هم نهه مياشتې وړاندې د 2020م کال د ستمبر پر 25مه د کچلاغ او کوټې تر منځ لا درکه کړل شوی وو.

د لا درکه کېدو شاوخوا پینځه مياشتې وروسته د سږ کال د فرورۍ پر 27مه د اسد خان اڅکزي مړی د کوټې په نوسار سيمه کې له يو کوهي څخه پوليسو رايستلی وو.

د جون په نهمه نېټه نامعلومه وسلوالو د کوټې عظمت کاسی ایډوکېټ په ډزو ووژلو. پولیس وایي عظمت کاسی ایډوکېټ د شورو- چارشنبې په ماښام د کوټې پر ډبل سړک پخپل چېمبر کې ناست و چې ناپېژانده کسان ورغلي او په چړو یې سخت زخمي کړی چې له کبله یې هغه په روغتون کې ساه ورکړه.

په کوټه کې وکیلانو د وژل شوي وکیل عظمت کاسي د وژنې په ضد احتجاج کړی و او عدالتونو ته له ورتګه یې بایکاټ کړی وو. دوی له حکومته د وکیلانو د تحفظ غوښتنې کولې. پولیسو د پېښې سبب نه دی ویلی خو وایي په پېښه کې په لاس لرونکو کسانو پسې یې پلټنه پیل کړي دي.

د بلوچستان په صورتحال د څېړونکو نظر

حکومتي مامورین وايي په بلوچستان کې ددغه منصوبو په نتیجه کې به صوبه د پرمختګ په لاره روانه شي
حکومتي مامورین وايي په بلوچستان کې ددغه منصوبو په نتیجه کې به صوبه د پرمختګ په لاره روانه شي

په بلوچستان کې د سیاسي چارو څېړونکی سید علي شاه وایي د بلوچستان شخړه سیاسي ده او د دې د حل لپاره څه نه کېږي ځکه نو وخت په وخت کله په پېښو کې کموالی او کله زیاتوالی راشي: "تاوتریخوالی دلته همېشه وي، له 2006م تر 2013م کال پورې ډېر زیات وو، بیا د ډاکټر مالک بلوڅ په حکومت کې د خبرو اترو څه سلسله شروع شوه او امنیت یو څه بهتر شو خو اوس بیا د تشدد پېښې زیاتې شوې دي".

سیاسي څېړونکي سید علي شاه وي او اې ډیوه ته وویل، په بلوچستان کې چې د ترهګرۍ کومې پېښې کېږي هغه ډېر په "منظم" انداز کېږي: "زما په فکر داسې نه دی چې دلته د پینځو شپږو کسانو یوه ډله ده او امنیتي ادارې دې د هغوی خلاف کاروایي وکړي او ختم دې یې کړي، بلکې دلته د پېښو تر شا یوه نظریه او سوچ دی".

د 2006م کال په اګست کې د بلوچ سیاستوال نواب اکبر بګټي تر وژل کېدو وروسته په تېره یوه نیمه لسیزه کې د بلوچستان په بلوڅ مېشتو سیمو کې خپلواکي غوښتونکو بلوڅ وسلوالو او پاکستاني امنیتي ځواکونو تر منځ‌ یو پر بل بریدونه کېدل، خو په تېرو دوو دریو کلونو کې څېړونکي وايي د صوبې په پښتني سیمو کې هم حملې زیاتې شوې دي.

بلوڅ ملتپال ګوندونه او وسلوالې ډلې د عرب سمندر پر غاړه چین ته په اجاره د بلوچستان د ګوادر بندر ورکول او په دې صوبه کې یو شمېر نورې چینایي منصوبې د صوبې په حقونو یو ګوزار ګڼي او څو واره یې د دغو منصوبو مخالفت کړی دی. ځینو بلوڅ وسلوالو ډلو پر دغو منصوبو او چینایي کارګرو باندې د حملو پړه هم منلې ده.

حکومتي مامورین وايي په بلوچستان کې ددغه منصوبو په نتیجه کې به صوبه د پرمختګ په لاره روانه شي.

  • 16x9 Image

    نوشیروان قلندر

    نوشیروان قلندر د کال ٢٠٠٦ راهسې د وي او ای ډیوه خبریال دی. اول پیښوراو اوس واشنگټن کې د ډیورنډ کرښې دواړو خواو ته د ترهگرۍ پر ضد جگړه او د پښتنو په امنیتي، سیاسي، تجارتي او ثقافتي موضوعاتو رپورټونه لیکي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG