لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلوچستان کې د۱۴کسانو وژنه،داپوزیشن نیوکو ته حکومت څه ځواب ویلی؟


دپاکستان پیپلز ګوند مشر بلاول بوټو زرداري بلوچستان ایالت کې د وسله والو لخوا د ۱۴بېګناه وګړو وژنه غندلې اؤ‌ ویلي یي دي چې حکومت دترهګرۍ مخنیوي کې په بشپړ ډول ناکام شوی.

خو وزیراعظم عمران خان بیا وایي چې دبلوچستان دننه په رامنځته شوې دې خونړۍ کې ککړ ترهګر به په هر صورت نیولی اؤ دانصاف محکمې ته راکش کولی شي.

د چهارشنبې اؤ زیارت په مینځ شپه دبلوچستان په اروماړه سیمه کې وسله والو دکراچۍ اؤ ګوادر ترمینځ روانو بسونو څخه ۱۶مسافر ښکته کړي وؤ اؤ دهغوئ څخه یې۱۴ وژلي وؤ.

دپیپلز ګوند چئیرمین بلاول بوټو زرداري ددغه پېښې نه وروسته پخپل یو بیان کې په حکومت سختې نیوکې کړي چې دترهګرو ځالې ورته ښې معلومې دي خو نه شي کولی چې ددې ترهګرو مخه ونیسي.

ښاغلي بلاول پوښتنه راپورته کړې چې “څنګه کیدای شي حکوت دترهګرو د روزنې مرکزونو څخه بې خبره پاتې شي؟”

هغه ویلي نن یو ځل بیا بلوچستان کې دبېګناه انسانانو وینې وبهیولی شوې اؤ په ډير ناترسه ډول ډول ترهګرو د۱۴کسانو ژوند واخستو خو حکومت ددې وړتیا نه لري چې دترهګرۍ دداسې پېښو مخه ونیسي.

خو دپاکستان وزیراعظم عمران خان وایي په دغه پېښه کې ککړ ترهګر به ارومرو دانصاف محکمه کې ودرولی شي.

عمران خان دترهګرۍ ددغې پېښې نه وروسته دبلوچستان چارواکو څخه دپېښې راپور غوښی اؤ ویلي یې دي چې په دې خونړۍ پېښه سخت غمژن شوی دی.

دپاکستان داطلاعاتو مرکزي وزیر فواد چوهدري‌ په ټوئټر لیکلي چې دبلوچستان اوسنۍ پېښه ،دهزارګنجي ځانمرګي برید اؤ پېښور کې اوړمه ورځ دترهګرو سره دامنیتي ځواکونو مقابله ښایي چې په دې پېښو کې د یو رقم منظم انداز څخه کار اخستل شوی دی.

هغه ویلي پاکستان دامن پځائ کولو دپاره ډيرې قربانۍ ورکړي اؤ په دې پېښو کې ککړو خلکو ته به عبرتناکې سزاګانې ورکولی شي.

دبلوچستان وزیراعلی جام کمال خان هم د ترهګۍ دا اوسنۍ پېښه غندلې اؤ‌پخپل یو بیان کې یې ویلي چې ترهګرو دبېګناه خلکو په وژنه د ظلم اؤ بریریت انتها کړې ده.

هغه ویلي دترهګرۍ دا رقم پېښې دپاکستان بدنامولو اؤ دبلوچستان دپرمختیا دمخې نیولو دسازش په اساس کیږي خو حکومت به د ولس په ملاتړ د ترهګرو ټولې ناپاکې ارادې شنډوي

تیره شپه په بلوچستان کې دترهګرۍ ددې خونړۍ پېښې نه وروستو دبلوچستان دپولیسو سرلښکر ښاغلي محسن حسن بټ خبریالانو ته ویلي چې دا وژنې په هدفي ډول شوي دي.

هغه ویلي د اوړماړه په بزي ټاپ سیمه کې په مکران کوسټل هائی وی دشپې د دولس نیمو اؤ یوې بجې ترمینځ د۱۵ؤ نه نیولي تر۲۰ؤ پورې وسله والو د کراچۍ اؤ ګوادر ترمینځ روان پینځه یا شپږ بسونه ودرول اؤ په هغې کې دناستو مسافرو دشناختي کاردونو له کتلو وروسته یې هغوئ له بسونو ښکته کړل اؤ ۱۴مسافر یې ووژل .

ددغو وژنو ذمه واري تر دې دمه چا پغاړه نه ده اخستې خو په بلوچستان کې تر دې وړاندې هم په بیلابیلو وختونو کې مسافر له بسونو ښکته کړل شوي اؤ وژل شوي.

تر دې وړاندې داسې یوه بله پېښه په کال ۲۰۱۵م کې دبلوچستان په مستونګ سیمه کې رامنځته شوې وه.

دغلته هم وسله والو دکراچۍ سره تعلق لرونکي ۲۴مسافر له بسونو راښکته کړي اؤ تښتولي وؤ چې وروسته پکې د۱۹ؤ کسانو مړي د کهډ کوچا سیمې د غرونو څخه ترلاسه شوي وؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG