لاس رسیدونکی لینک

 
د پاکستان په قومي هوايي کمپنۍ یورپ ته په پروازونو پابندي ختمه شوه
تازه خبر

د پاکستان په قومي هوايي کمپنۍ یورپ ته په پروازونو پابندي ختمه شوه


د يورپين یونین اېوي اېشن سېفټي اېجنسي یا د هوابازۍ د تحفظ ادارې په ۲۰۲۰ کې يورپ ته د پي اي ای په پروازونو پابندي لګولې وه
د يورپين یونین اېوي اېشن سېفټي اېجنسي یا د هوابازۍ د تحفظ ادارې په ۲۰۲۰ کې يورپ ته د پي اي ای په پروازونو پابندي لګولې وه

د پاکستان په قومي هوايي کمپنۍ پاکستان انټرنېشنل ایرلاینز، پي ايي ای، یورپ ته په پروازونو پابندي ختمه کړې شوه.

د وي او ای د اردو څانګې د رپورټ ترمخه د پي ايي ای ترجمان وویل د هوابازۍ د تحفظ یورپي ادارې د پي ايي ای انتظامیه او وزارت په رسمي ډول د خپلې فېصلې نه خبر کړو.

ترجمان وویل د پي ايي ای انتظاميي په تېرو څلورو کلونو کې د کوښښونو وروسته دا ګټه ترلاسه کړه. ترجمان زیاته کړه چې پي ايي ای به د پورپي قوانینو پابندي کوي.

د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف هم په اېکس په یو پوسټ کې په پي ايي ای یورپ ته په پروازونو پابندۍ د ختمېدو اعلان کړی و.

د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن
د وي او ای ډیوه وېټس اېپ اېپليکېشن

خواجه اصف وویل د پي ايي ای نه علاوه د پاکستان ایر بلو نومې هوايي کمپنۍ ته هم یورپ ته د پروازونو اجازت ورکړی شو.

د يورپين یونین اېوي اېشن سېفټي اېجنسي یا د هوابازۍ د تحفظ ادارې په ۲۰۲۰ کې يورپ ته د پي اي ای په پروازونو په داسې حال کې پابندي لګولې وه چې په کراچۍ کې د پي ايي ای جهاز په حادثه کې د غورځېدو وروسته د هغه وخت د هوابازۍ وزیر غلام سرور خان ویلي وو چې د پي ايي ای د ۳۰ نه تر ۴۰ فیصد پایلټانو لایسنسونه یا اجازتنامې جعلي دي.

د وي او ای د اردو څانګې د رپورټ ترمخه د پابندۍ نه مخکې به پي ايي ای په يورپ کې پېرس، مېلان، بارسېلونا، اوسلو او کوپن هېګن ته پروازونه کول.

بي ايي ای د سختې مالي خسارې سره مخامخ ګڼل کېږي او حکومت يې خرڅول غواړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:56 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG