افغان مېرمنې وايي د طالبانو لخوا په افغان مېرمنو بندیزونه ورځ تر بله زیاتیږي خو دوي به غلې پاتې نه شي
په افغانستان کې د طالبانو لخوا په پوهنتونونو کې د زده کړو او بیا په غیر دولتي ادارو کې د ښځو په کار بندیزونو لګولو د افغانستان تر څنګ په ګرده نړۍ کې سخت غبرګون پارولی. د افغان مېرمنو د حقونو فعالانې او افغان مېرمنې وايي، د طالبانو لخوا په ښځو بندیزونه ورځ تر بله زیاتیږي خو دوي به د طالبانو دغه خپل سري فیصلو ته سر ټیټ نه کړي او پرضد به یې مبارزه جاري ساتي. نور حال په دې ویډیو کې وګورئ.