لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو د طالبانو نه وغوښتل چې د غیردولتي ادارو ښځې کارکوونکې دې بېرته کار ته پرېږدي


واشنګټن - په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د امداد دفتر (یوناما) نګران مشر د ګل/دوشنبې په ورځ په طالبانو غږ وکړ چې په غیردولتي ادارو (اېن جي اوز) کې دې د زنانه کارکوونکو په کار باندې لګول شوی بندیز، بېرته لېرې کړي.

یوناما په یو بیان کې ویلي چې اوس مهال د میلینونو په شمېر کې افغانان بشري مرستو ته ضرورت لري او دې لارې کې د خنډونو لېرې کول ضروري دي.

یوناما په خبرپاڼه کې ویلي چې د دې دفتر نګران رمیز الاکباروف د ګل/دوشنبې په ورځ د طالبانو د اقتصاد وزیر محمد حنیف سره په کابل کې وکتل چې طالبان د ښځینه کارکوونکو په اړه د خپلې تګلارې بدلولو ته وهڅوي.

پس د هغه چې طالبانو په افغانستان کې په غیردولتي موسسو (اېن جي اوز) کې د ښځو په کار بندیز ولګولو، تر اوسه دې ته په غبرګون کې، لږ تر لږه څلورو خارجي موسسو خپل کارونه بند کړي دي. دا څلور موسسې، سېف دې چلډرېن، نارویجین ریفیوجي کاونسل (اېن آر سي)، کېئر انټرنشنل (پاملرنه موسسه)، او انټرنشنل ریسکیو کمیټي (آی آر سي) شاملې دي.

طالبان دعوه کوي چې ګني په بهرنیو امدادي ادارو کې کارکوونکو افغانو ښځو، د اسلامي حجاب خیال نه ساتلو.

په افغانستان کې د نارویجيئن رفيوجيز کونسل مشر نېئل ټرنر ویلي دي: "مونږ د دود دستور پوره خیال ساتلی و، مونږ د خپلو اخلاصمنو ښځینه کارمندانو نه بغېر کار نه شو کولی. ځکه چې مرستو ته اړتیا لرونکو ښځو ته د رسېدلو د پاره دوي‌ ته مونږ ضرورت لرو."

آی آر سي هم د خپلو فعالیتونو د درولو خبر ورکړی او ویلي یې دي چې د خپلو ښځینه کارکوونکو بغیر خلکو ته مرسته نشي کولی. دا غیردولتي اداره شاوخوا اته زره کارکوونکي لري چې څه دپاسه درې زره (۳۰۰۰) یې ښځې دي.

افغانستان کې د طالبانو د خوا په ښځو د یونیورسټۍ د زدکړو او بیا د غېر دولتي‌ادارو سره په کار کولو د بندیز پرخلاف په افغانستان کې دننه او په نړيواله کچه سختې نیوکې کيږي او غوښتنه ترې کيږي‌ دغو پرېکړو ته بیا کتنه وکړي خو طالبانو دې پرېکړو ته د بیا کتنې کومه خبره نه ده منلې.

د امریکا غبرګون:

د افغانستان دپاره د امریکې اهمه سفارتکاره (چارج ډې افیئره) کرن ډکر، قاري دین محمد حنیف ذمه واره ګرځولی او په ټوېټر کې یې لیکلي چې طالبان دې د آینده مرستو د منصوبو وضاحت وکړي.

مېرمن ډکر لیکلي دي: "له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو د سترې مرستندویه ټولنې د استازي په توګه، زه احساس کوم چې زه حق لرم چې د دې وضاحت وکړم چې طالبان څنګه د ښځو او ماشومانو د لوږې د مخنیوي اراده لري، کله چې ښځې نور اجازه نه لري چې نورو ښځو او ماشومانو ته مرستې وویشي."

مگر افغانستان کې د طالبانو حکومت، د امریکایي سفارتکارې دا خبرې د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه بللې ده.

د طالبانو د حکومت ترجمان ذبیح الله مجاهد د امریکایي سفارتکارې کرن ډکر د ټویټ د تصویر خپرولو سره یوځای لیکلي دي چې امریکایي چارواکو ته په کار ده چې "زموږ په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي."

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، هغه ادارې چې په افغانستان کې کار کوي، هغوی ته په کار دي چې د دې ملک د قوانینو او امرونو پیروي وکړي، کوم امرونه چې اوس یې طالب مشران جاري کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG