لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان طالبانو د ښځو کارکوونکو په اړه د امریکایي سفارتکارې ټویټ، د افغانستان په کورنیو چارو کې مداخله وګڼله


واشنګټن - افغانستان کې د واکمنو طالبانو د خوا په ښځو د یونیورسټۍ د دروازو د تړل کېدو وروستو، طالبانو په غېر دولتي ادارو (NGOs) کې هم د ښځو په کار کولو بندیز لګولی دی. دا وروستی امر د اقتصاد د وزیر قاري‌ دين محمد حنيف د خوا اعلان شوی دی.

په همدې حال کې د افغانستان دپاره د امریکې اهمه سفارتکاره (چارج ډې افیئره) کرن ډکر، قاري دین محمد حنیف ذمه واره ګرځولی او په ټوېټر کې یې لیکلي چې طالبان دې د آینده مرستو د منصوبو وضاحت وکړي.

مېرمن ډکر لیکلي دي: "له افغانستان سره د بشردوستانه مرستو د سترې مرستندویه ټولنې د استازي په توګه، زه احساس کوم چې زه حق لرم چې د دې وضاحت وکړم چې طالبان څنګه د ښځو او ماشومانو د لوږې د مخنیوي اراده لري، کله چې ښځې نور اجازه نه لري چې نورو ښځو او ماشومانو ته مرستې وویشي."

مگر افغانستان کې د طالبانو حکومت، د امریکایي سفارتکارې دا خبرې د افغانستان په داخلي چارو کې لاسوهنه بللې ده.

د طالبانو د حکومت ترجمان ذبیح الله مجاهد د امریکایي سفارتکارې کرن ډکر د ټویټ د تصویر خپرولو سره یوځای لیکلي دي چې امریکایي چارواکو ته په کار ده چې "زموږ په کورنیو چارو کې مداخله ونه کړي."

ذبیح الله مجاهد زیاته کړې، هغه ادارې چې په افغانستان کې کار کوي، هغوی ته په کار دي چې د دې ملک د قوانینو او امرونو پیروي وکړي، کوم امرونه چې اوس یې طالب مشران جاري کوي.

بل اړخ ته په افغانستان کې د سېو دي‌ چلډرن، ناروېجيئن رفیوجي کونسل او کېئر (پاملرنه موسسه) خپل فعالیتونه ځنډولي دي. طالبان وايي په بهرنیو امدادي ادارو کې کارکوونکو افغانو ښځو، ګني د اسلامي حجاب خیال نه ساتلو.

په افغانستان کې د نارویجيئن رفيوجيز کونسل مشر نېئل ټرنر ویلي دي: "دا ويجاړوونکی خبر دی او د چارواکو د خوا یو ناوړه ګام دی. د دې معنا دا ده چې د نارويجين ريفيوجي کونسل غوندې ډلې یا خو د اصولو پر بنیاد او یا په عملي ‌توګه کار نه شي کولی. ځکه مونږه دې ته د رسېدلو د پاره چې دا بندېز ولې ضروري شوی وو،‌ خپلې ټولې هلې ځلې ځنډولي دي. مونږ د دود دستور پوره خیال ساتلی و، مونږ د خپلو اخلاصمنو ښځینه کارمندانو نه بغېر کار نه شو کولی. ځکه چې مرستو ته اړتیا لرونکو ښځو ته د رسېدلو د پاره دوي‌ ته مونږ ضرورت لرو."

ټرنر وايي د طالبانو د خوا دا پرېکړې په داسې وخت کې اعلانې شوي دي چې په پراخه کچه په افغانستان کې لانور ډېر زیات خلک بشري‌ مرستو ته اړتیا لري.

دې غېر دولتي‌ ادارو سره شپږ سوه اته شپېته ښځو کار کولو.

د کابل د یو شخصي سکول استاذه امینه وایي، هغه حیرانه ده چې د کار روزګار په نه کولو به څنګه وکړی شي چې خپلې کورنۍ ته ډوډۍ برابره کړي. امینه وایي: "زما مېړه ناروغه دی، هغه کار نه شي کولی. ماته بلونه ورکول دي، د کور کرایه ورکول دي. دوا اخستل دي. که زه کار نه کوم نو دا خرچه به د کومې پوره کوم. مونږ څه وکړو."

افغانستان کې د طالبانو د خوا په ښځو د یونیورسټۍ د زدکړو او بیا د غېر دولتي‌ادارو سره په کار کولو د بندیز پرخلاف په افغانستان کې دننه او په نړيواله کچه سختې نیوکې کيږي او غوښتنه ترې کيږي‌ دغو پرېکړو ته بیا کتنه وکړي خو طالبانو دې پرېکړو ته د بیا کتنې کومه خبره نه ده منلې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG