لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جینکو د پوهنتونو په تعلیم د طالبانو د بندیز خلاف په کابل او نورو ښارونو کې مظاهرې شوي


يوې افغان مېرمن وويل د طالبانو امنيتي کسانو د دوی سره وهل ټکول وکړل چې احتجاج خور کړي او وايي “جينکۍ يې ووهلې او طالبانو د ځان سره ښځينه پوځيانې راوستلې وې چې جينکۍ يې په دورو ووهلې. مونږ وتښتېدو او ځينې جينکۍ يې ونيوې. ماته نه ده معلومه چې څه به کيږي
يوې افغان مېرمن وويل د طالبانو امنيتي کسانو د دوی سره وهل ټکول وکړل چې احتجاج خور کړي او وايي “جينکۍ يې ووهلې او طالبانو د ځان سره ښځينه پوځيانې راوستلې وې چې جينکۍ يې په دورو ووهلې. مونږ وتښتېدو او ځينې جينکۍ يې ونيوې. ماته نه ده معلومه چې څه به کيږي

د افغانستان سر ښار کابل او په ځینو نورو ښارونو کې پوهنتونو ته د جینکو په تګ د طالبانو د بندیزخلاف ښځو مظاهرې کړي، سعودي عرب او ترکي د طالبانو فېصله غندلې او د افغانستان دپاره د امريکې موقتي سفیرې ویلي واشنګټن طالبان د تنها کولو او په طالبانو نورې پابندۍ لګولو په باره کې غور کوي.

افغانستان دپاره د امريکې شارډي افېیرز کېرن ډېکر د شورو، چهارشنبې، په ورځ په یو بیان کې طالبانو ته دغه خبرداری جاري کړو. هغې وویل د طالبانو دغه فېصله په بوږنونکي ډول خرابه ده.

ډېکر په قطر کې خبریالانو ته د وډیو کانفرنس دلارې وویل چې په واشګټن کې د امریکې د حکومت چارواکي د طالبانو په ضد یو شمېر اقداماتو ته کتنه کوي چې طالبانو ته و ښښئ چې دوی په "غلطه لاره روان دي."

امریکايي سفارتکارې وویل واشګټن دا کتنه کوي چې د طالبانو په ضد کوم خاص اقدمات اخیستل کېدی شي چي دوی سره به د امریکې معاملات په اینده کې معمول سره سم نه وي‌ او دا چې د طالبانو نه دا توقع نه شي کېدلی چې دوی ذمه وار همکاران دي.

یونېورسټیو ته د افغان جینکو په ورتګ د طالبانو پابندۍ په نړیواله کچه د غندنې ترڅنګ نه يواځې ښځو په کابل او نورو ښارونو کې احتجاج کړی بلکې د کرکټ ځينو لوبغاړو هم دا عمل غندلی.

کرکټ په افغانستان کې ډېر مقبول دی او هر يو لوبغاړی په زرګونو مينه وال لري.

دې اوونۍ طالبانو ټول سرکاري او شخصي پوهنتونونه د ښځو په مخ تړلي.

د ترکي وزير خارجه ميولت کاوسوګلو ويلي چې دا بندېز نه اسلامي دی او نه هم انساني دی. د يمن د وزير خارجه سره په ګډ پرېس کانفرنس کې هغه په طالبانو غږ وکړو چې دا فيصله دې بيرته واخلي.

د ترکي وزير خارجه وپوښتل “د ښځو د تعليم نقصان څه دی؟ دا د افغانستان د پاره څه زيان لري؟ د دې کوم اسلامي وضاحت شته؟ د دې بر خلاف زمونږ اسلام د تعليم مخالف نه دی بلکې د تعليم او ساينس پلوي دی”.

سعودي عرب چې د کال 2019 پورې يې سخت قوانين لرل او د ښځو په سفر، روزګار، ډرايوېنګ او نورو مهمو روزمره کارونو کولو بندېز و هم په طالبانو غږ وکړو چې خپله لار بدله کړي.

د سعودي عرب د خارجه چارو وزارت په دې ګام حيرانتيا او خجالت وښودلو چې افغانې ښځې پوهنتونونو ته نه شي تلی. په يو بيان کې وزارت ويلي دا فيصله په ټولو اسلامي هېوادنو کې ناشونې ده.

د دې نه وړاندې قطر چې د طالبانو سره نزدې اړيکې لري د طالبانو دا پرېکړه غندلې.

د ای پي خبرې ادارې يوه ويډيو ښايي چې په کابل کې يوه افغانه په دري ژبه شعارونه پورته کوي “ټول لا هيڅوک هم نه. ويرږۍ مه مونږ ټول د يو بل سره مل يو”.

يوې افغان مېرمن وويل د طالبانو امنيتي کسانو د دوی سره وهل ټکول وکړل چې احتجاج خور کړي او وايي “جينکۍ يې ووهلې او طالبانو د ځان سره ښځينه پوځيانې راوستلې وې چې جينکۍ يې په دورو ووهلې. مونږ وتښتېدو او ځينې جينکۍ يې ونيوې. ماته نه ده معلومه چې څه به کيږي”.

ځينو افغان کرکټرانو د بندېز لېرې کولو غوښتنه وکړه چې پکې لوبغاړي رحمت الله ګربز په خپل ټويټ کې ليکلي هره ورځ چې د تعليم ضايع شوه لکه هره ورځ چې د افغانستان د راتلونکي ضايع شو.

لوبغاړي راشد خان په خپله ټوېټر پاڼه ليکلي چې “ښځې د ټولنې بنياد دی او ټولنې چې خپل بچي د بې تعليمه او ناپوهه ښځو په لاس کې ورکوي دا تمه نه شي لرلی چې غړي به يې خدمت او سخت محنت وکړی شي”.

یادونه: د دې خبر معلومات ځینې معلومات د وي او ای خبریال ایاز ګل او د ای پي خبري ادارې نه هم اخیستل شوي دي


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG