لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنگله ديش: عدالت ١٥٠ؤ پوځيانو ته دمرگ سزا اورولې ده


څلور کاله دمخه بغاوت کوونکو دغو عسکرو دپوځي افسرانو پشمول په ٧٤ کسانو سخت تشدد کړى ؤ يا يې دسوځولو وروستو هغوي په گټرو اؤ کندو کې ښخ کړي وؤ.
څلور کاله دمخه بغاوت کوونکو دغو عسکرو دپوځي افسرانو پشمول په ٧٤ کسانو سخت تشدد کړى ؤ يا يې دسوځولو وروستو هغوي په گټرو اؤ کندو کې ښخ کړي وؤ.

دبنگله ديش ديوې محکمې لخوا لږ ترلږه ١٥٠ؤ پوځيانو ته په ٢٠٠٩م کې دبغاوت په هڅه دمرگ سزا اورول شوې ده.
څلور کاله دمخه بغاوت کوونکو دغو عسکرو دپوځي افسرانو پشمول په ٧٤ کسانو سخت تشدد کړى ؤ يا يې دسوځولو وروستو هغوي په گټرو اؤ کندو کې ښخ کړي وؤ.
دنهې په ورځ داستغاثې مرکزي وزير بهارالاسلام ډهاکه کې دعدالت څخه بهر يو بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وويل دپوځي افسرانو په وژنه دبنگله ديش رائفلز نزدې ١٥٠ؤ پوځيانو ته دمرگ سزا اورول شوې ده.
دډهاکې دسيشن کورټ جج اخترالزمان ١٥٧ نورو کسانو ته چې پکې زياتره دپولو ساتونکي عسکر وؤ دعمري بند سزا اورولې اؤ ٢٧١ بري کړل شوي دي.
په کومو ٨٢٣ؤ عسکرو چې سويلين عدالت کې مقدمې روانې دي هغوي پوځي عدالتونو دمخه جيل ته ليږلي وؤ.
دبشري حقونو ډلو دبنگله ديش لخوا په دومره لويه پيمانه عسکرو ته دمرگ په سزا اورولو نيوکه کړې اؤ زياته کړې يې ده ددې سره به دانصاف تقاضا پوره نۀ شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG