لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بنگله دیش کرکټ لوبډله به د افغانستان سره مقابلې ته خپل ټول قوت وکاروي


د بنگله دیش بټسمن، اقبال تمیم، د افغان لوبغاړي افسر ځاځي په مقابل کې
د بنگله دیش بټسمن، اقبال تمیم، د افغان لوبغاړي افسر ځاځي په مقابل کې

ټاکل شوې ده چې د بنگله دیش کرکټ لوبډله راتلونکې میاشت د هند په راجیو گاندي لوبغالي کې د افغانستان پر وړاندې درې پرله پسې لوبې ترسره کړي. دا لوبې به د ټي ټونټي آی سیریز لوبې وي چې د جون پر ٣مه، ٥مه، او ٧مه به ترسره شي.

په دې لوبو کې به د افغانستان لوبډله، د دهرادون په راجیو گاندي لوبغالي کې د بنگله دیش د لوبډلې کوربه وي.

مخکې داسې پتېیل شوې وه چې دا لوبې به د او ډي آیی یا یو ورځېنیو لوبو په بڼه وي، خو په تېر اپریل کې د بنگله دیش کرکټ بورډ فیصله وکړله چې بڼه یې وربدله کړي، ځکه غوښتل یې چې په دې سره د ٢٠٢٠ کال نړېوال ټي ټونټي کپ ته تیاری هم ونیسي.

د بنگله دیش د کرکټ بورډ مشر، اکرم خان، ویلي چې هغوی به د افغانستان د کرکټ لوبډلې مقابلې ته، خپل ترټولو غښتلي لوبغاړي هند ته واستوي. اکرم خان زیاته کړې چې افغانستان یو ښه سیال دی.

د بنگله دیش د کرکټ بورډ غواړي د جنوبي افریقې له ناکامه دورې وروسته، اوس خپله بڼه بېرته تازه کړي او په نوي قوت سره د لوبو ډگر ته راڅرگند شي. په همدې خاطر یې گیري کیرستن، چې اوس مهال د هند په پریمیئر لیگ یا آی پي اېل کې د بنگلور رویال چلېنجرز روزونکی دی، د یو سلاکار په توگه استخدام کړی دی.

وروسته له هغه چې د جنوبي افریقې په دوره کې د بنگله دیش لوبډلې سختې پرله پسې ماتې وخوړلې، د دې لوبډلې روزونکي، چاندیکا هاتوراسنیگها، خپل کار پرېښود او له هغه وخته بیا د بنگله دیش لوبډله بې روزونکې پاته ده.

د افغانستان تیاري

د افغانستان کرکټ بورډ مشر عاطف مشعل ويلي، د افغان کرکټ بورډ په کوربه توب د ټي – ټونټي سياليو کېدل د دواړو لوبډلو دپاره ښه موقع ده چې سيالۍ وکړي، او د کرکټ مينه وال به د دې لوبو نه خوند واخلي.

د کرکټ بورډ اجراییه رئیس شفيق ستانکزي ویلي د بنګله دېش پرضد سياليو دپاره پیاوړې لوبډله اعلانوي او دغه سيالۍ ځکه ډېرې مهمې دي چې د دغه لوبو سره به د دواړو لوبډلو د کرکټ په نړیوال کونسل (ايي سی سی) کې درجه بندي کيږي چې د ۲۰۲۰م نړیوال کپ ته پرې لاړ شي.

د بنګله دېش د کرکټ بورډ لوړ پوړي چارواکي نظام الدين چودري ویلي د افغان لوبډلې سره ځينې تکړه لوبغاړي دي خو د بنګله دېش سره هم تجربه لرونکي او د باور وړ لوبغاړي موجود دي.

افغانستان او بنګله دېش يواځې يو ځل د ټي – ټيونټي په سياليو کې د کال ۲۰۱۴م په نړیوال کپ کې مخامخ شوي او دغه سيالي بنګله دېش ګټلې وه.

دا وخت د ټي – ټونټي لوبډلو په نړيواله درج بندۍ کې د افغانستان لوبډله په اتم او د بنګله دېش لوبډله په لسم نمبر ده.

  • 16x9 Image

    احمد فؤاد لامع

    احمد فؤاد لامع د ٢٠٠٧ کال راهیسې له امریکا غږ سره کار کوي او د ‏ژورنالیزم په ډگر کې د ۲۰۰۲ راهېسي تجربه لري. هغه مخکې تر دې، په کابل کې د لمر ټلیویژن د پښتو خبرونو مسئول، د طلوع ټلیویژن د خبري خپرونې کوربه، او وړاندې تر هغه، د افغانستان په ملي ټلویژن کې خبریال و.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG