لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنګله دېش: د سختو احتجاجونو وروسته د جنسي تیري کونکو لپاره د مرګ سزا وومنل شوه


د بنګله دېش حکومت د ګل په ورځ په جنسي تیري کې ککړو کسانو لپاره د مرګ د سزا منظوري ورکړه. حکومت دغه فیصله د جنسي تیري د پرله پسې پېښو وروسته شورو شوو احتجاجونو وروسته کړې.‌

تیره اونۍ په بنګله دېش کې په ټولنیزو رسنیو (سوشل مېډیا) یوه ویډیو خپره شوې او بیا وایرل شوې چې پکې یو شمیر سړي په یوه ښځه حمله کوي، د هغې کپړې شلوي او په جنسي توګه یې زوروي.

د دغه ویډیو وروسته په بنګله دېش کې د خلکو سخت قهر راپاریدلی او په ګرد هیواد کې مظاهرې شورو شوي. د بشري حقونو د ادارو تر مخه په بنګله دېش کې د جنسي تیري ښکار شوو ښځو ته ډیر کم انصاف ورکړل کیږي.

د روانې میاشتې په شورو کې په یوه بله پېښه کې د حکومتي ګوند د زده کونکو (سټوډنټس ونګ) ځیني غړي د اجتماعي زیادتۍ (ډله ییز جنسي تیري) په یوه پېښه کې تورن ګرځول شوي.

خو په بنګله دېش کې شورو شوي مظاهرو کې احتجاج کونکي د نورو سختو سزاګانو او د تندیو یا تیزو عدالتي قضیو غوښتنې کوي.

د ګل په ورځ د بنګله دېش وزیراعظمې شېخ حسینه د کابېنې د اعلان باوجود هم مظاهرې روانې وې. د فرانس خبري ادارې د خبر تر مخه دغه نوې قانون به د نن (نهې/ سهشنبې) د ورځې نه په بنګله دېش کې عملي کیږي.

د بنګله دېش د موجوده ( د ګل د ورځې پورې) قانون تر مخه د جنسي تیري په پېښو کې د ککړو تنانو لپاره سخته سزا د عمر قید ده، که چرې جنسي تیری کونکی وژل شوی نه وي.

په بنګله دېش کې د بشري حقونو یوې ډلې ترمخه روان کال د جنورۍ میاشت نه د اګست میاشتې پورې په بنګله دېش کې ۸۸۹ ښځو سره جنسي تیری شوی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG