پاکستان د دنیا په هغو دریو ملکونو کې شامل دی چې په کال ۲۰۲۳ کې يې فضا د نورو ملکونو په مقابل کې زیاته ککړه وه او د هوا د خيچن والي په لړ کې بنګله دېش او هندوستان د چډ او د ایران ځای ونیولو چې په چاپیریال کې يې د مضرو زرو مقدار د ډبلیو اېچ او د محفوظ ټاکل شوي حد نه ۱۵ چنده زیات دی.
د نهې، سه شنبې، په ورځ شایع شوي د یوې څېړنې معلومات ښيي چې په ۲۰۲۳ کې په بنګله دېش کې په هوا کې د پي اېم ټو پواینټ فایونومي د هغه زراتو کچه چې د انسان پړپوس یا سږي ته نقصان رسوي کچه په یو مربع میټر کې ۷۹.۹مایکروګرامز ته رسېدلې وه.
په پاکستان کې په کال ۲۰۲۳ کې په فضا کې د دغو زراتو سطحه ۷۳.۷ مایکروګرامز وه.
د ملګرو ملتونو د صحت اداره په هوا کې د دغو زراتو کچه د پينځه مایکروګرامزنه زیاته د صحت دپاره ښه نه تجویز کوي.
د هوا د څارنې د سوېټزرلېنډ ايي کیو اېیر نومې ادارې کارپوه کرېسټي شروډر وویل د جنوبي اېشیا د جغرفیايي موقعیت او د سیمې د موسمي حالاتو له امله په سیمه کې د پي اېم ټو پواینټ فایو کچه ډېره زیاته شوې او د فضا خيچن والی بل چېرته د تګ ځای نه لري.
د دې نه علاوه، شروډر وویل، د زراعت طریقې، کارخانې او د انسانانو په یو ځای ډیره ابادي هغه عوامل دي چې د فضا په ککړتیا کې اضافه کوي.
د هوا د مېعار په لحاظ په ۲۰۲۲ کې بنګله دېش د دنیا په پينځمه درجه ولاړ ملک و چې د د ټولو نه زیاته ککړه هوا يې لرله، او هندوستان په اتمه درجه و.
د بنګله دېش په سرښار ډهاکه کې د نارت ساوت یونېورسټۍ د هوا د خیچن والې ماهر ډاکټر فېروز خان وايي په بنګله دېش کې ۲۰ فیصد د وخت نه مخکې مرګونه د ککړ چاپیریال سره تړل کېدی شي.
تېر کال په هندوستان کې هم په فضايي الودګۍ کې اضافه شوې وه او په هوا کې د پي اېم ټو پواېنټ فایو په سطح کې د ډبلیو اېچ او د محفوظ ټاکل شوې کچې نه ۱۱ چنده زیاته وه. د هندوستان په سرښار نوي دلي کې په هوا کې د ي اېم ټو پواینټ فایو نومې د زرو سطح ۹۲.۷ مایکروګرامز وه.
په تېرو پينځو کلونو کې د مسلسل کمي وروسته په چين کې تېرکال د پي اېم ټو پواینټ فایو په کچه کې د شپږ فیصد نه زیاته اضافه وشوه.
اسټرېلیا، اېستونیا، فېنلېنډ، ګرېنېډا، ايسلېنډ، مارېشس او نیوزي لېنډ د دنیا یوازني ملکونه دي چې په ۲۰۲۳ کې د صفا هوا په مېعار پوره وو.
د ايي کیو اېير رپورټ دپاره معلومات د هوا د څارنې ۳۰۰۰۰ سټېشنونه نه اخیستل شوي چې د دنیا په ۱۳۴ ملکونو او سیمو کې وو.
Forum