لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بنگله دیش کې د مزدورانو احتجاج


بنگله دیش کې د مزدورانو احتجاج
بنگله دیش کې د مزدورانو احتجاج

بنگله دیش کې د معاش نه زیاتیدو خلاف په سلگونو مزدورانو په دواؤ مختلفو ښارونو کې احتجاجونه او پولیسو سره يي نښتې کړې. په نتیجه کې یو کس وژل شوی او گنړ شمیر نور زخمیان شوې دي.

دجامو جوړولو کارخانو کې کارکونکو د اتوار په ورځ ددې خبرې خلاف احتجاج کړی چې کارخانو کارکونکو ته د معاش ورکولو د پاره لږ ترلږه حد نه دی عملي کړی.

د نوي قانون تر مخه کارخاني کارکونکو ته هره میاشت د ٢٥ ډالرو په ځائې لږتر لږ ۴٣ ډالره معاش ورکولو پابند دي. خو کارکونکې وائي ډیرو کارخانو دغه قانون نه دی عملي کړی.

پولیس وائې د بنگله دیش سرښار ډهاکه او جنوبي ختیز چټاگانگ ښار کې د احتجاج کونکو د خورولو د پاره د اوښکو گیس او د ربړ گولۍ چلولې دي.

د تشدد نه ډکې مظاهرې په داسې وخت شوې دي چې یوه ورځ وړاندې د جنوبي کوریا یوې کمپنۍ بنگله دیش کې خپلې کارخانې اوتړلې. کارخانو کې مزدورانو په ودانیو حملې کړې وې.

بنگله دیش په هاغه هیوادونو کې شامل دی چرته چې د جامو جوړولو کارخانو کې کارکونکو ته ډیر لږ معاش ورکړی کیږي. بنگله دیش کې د جامو جوړولو ۴٠٠٠کارخانې دي او د هیواد د صادراتو یا ایکسپورټس ٨٠ فيصده برخه ددغه صنعت نه راځې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG