لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د توانای د بچت دپاره به په بنګله دېش کې سکولونه د هفتې دوه ورځ بند وي


حکومت په ډیزلو چلېدونکي بجلې ګرې تړلي دي چې له امله يې د بجلۍ په پېداوار کې ۱۰۰۰ مېګاواټ کمی او په لوډ شېډنګ کې اضافه شوې ده
حکومت په ډیزلو چلېدونکي بجلې ګرې تړلي دي چې له امله يې د بجلۍ په پېداوار کې ۱۰۰۰ مېګاواټ کمی او په لوډ شېډنګ کې اضافه شوې ده

په بنګله دېش کې به سکولونه په هفته کې یوه ورځ اضافي چټي (رخصتي) کوي او حکومتي دفترونه او بېنکونه به هره ورځ یوه ګنټه مخکې تړل کېږي چې دا ډول د بجلۍ استعمال کم شي او اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي دغه ګامونه په داسې حال کې اخیستل کېږي چې په بنګله دېش کې د توانای د قېمتونو په زیاتېدو او په هېواد د اوکراین د جنګ په اثراتو تشويش زیاتېديږي.

د سکولونو او دفترونه دپاره نوي وختونه به د شورو، زیارت، د ورځې نه عملي شي.

په بنګله دېش کې سکولونه د جمعې په ورځ هفته واره چټي یا رخصتي کوي خو د کابينې سېکرېټري کاندکرانوارالاسلام وویل سکولو به اوس د خالي، شنبې، په ورځ هم بند وي.

هغه وویل حکومتي دفترونه او بېنکونه به د معمول اتوو ګنټو په ځای اووه ګنټې وروسته تړل کېږي او غیر حکومتي دفترونه به د کار د وختونو ټاکنه په خپله خوښه کوي.

په اوکراین د روس د یرغل وروسته په نړیواله کچه د رسد نظام ګډوډ شوی او په نتيجه کې يې د خوراک او د توانای قیمتونه قیمتونه زیات شوي دي.

ای پي خبري اداره په خپل رپورټ کې وایي د زرمبادله په ذخيرو د فشار کمولو دپاره بنګله د تېرو څو هفتو راهسې اقدامات کوي. تېره میاشت د توانای په قیمتونو کې د ۵۰ فیصد نه زیاته اضافه وکړی شوه.

حکومت وایي کوښښ کوي چې د خصوصي انتظام دلاندې روس نه ارزان تېل واخلي.

د حکومت په فېصله تنقید شوی خو حکومت ویلي په نړیواله کچه د تېلو په قیمتونو کې د اضافي له امله د نقصان پوره کولو دپاره دغه ګام اخیستل ضروري و.

حکومت په ډیزلو چلېدونکي بجلې ګرې تړلي دي چې له امله يې د بجلۍ په پېداوار کې ۱۰۰۰ مېګاواټ کمی او په لوډ شېډنګ کې اضافه شوې ده.

حکومت صنعتي ادارو ته ویلي د بجلۍ رسد به ورته دوامداره ساتي چې دا ډول د هېواد د ۴۱۶ بېلین ډالر اقتصاد ته زیان و نه رسي. رپورټ وايي د بنګله دېش اقتصاد په تیرو لسو کلونو کې په ګړندي رفتار ترقي کړې ده.

ای پي وايي د حکومت مخالفین وايي حکومت ناکامه شوی چې کرپشن ختم کړي او د توانای په مد کې د نقصانونو مخنیوی وکړي.

د جولای په میاشت کې بنګله دېش د نړیوالي مالیاتي ادارې انټرنېشنل مانيټري فنډ، ايي اېم اېف، نه يې قرض وغوښتلو. د غوښتل شوي قرض مقدار نه دی معلوم. د پاکستان او سري لنکا نه پس بنګله دېش د جنوبي اېشیا دریم ملک دی چې د ايي اېم اېف نه يې قرض غوښتلی دی.

د اېشیا او بحرالکاهل سيمې دپاره د ايي اېم اېف د څانګې مشر راهول انند ويلي د سیمې د نورو ملکونو په مقابل کې د بنګله دېش د زرمبادله صورتحال بدل دی.

د بنګله دېش دي بزنس سټېڼدرډ ډېلي نومې اخبار ترمخه انند وویل په بنګله دېش کې د اقتصادي بحران خطر ډیر کم او د سري لنکا نه مختلف دی.

ای پي وايي د بنګله د زرمبادله ذخېرې ۴۰ بېلین ډالرو ته راکمې شوي دي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي

ځانګړې ویډیوګانې

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG