لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داعش د نورو حملو د خطر له امله برسلز کې سکولونه بند دي


هم د گل یا یکشنبې په ورځ د بیلجیئم سرکاري وکیل وویل د اتوار یا شنبې په ورځ په برسلز او خوا او شا علاقو کې د چاپو په مهال ١٦ مشکوک کسان نیول شوي دي. د پنځه نورو کسانو د گرفتارۍ اعلان هم د گل په ورځ وکړی شو
هم د گل یا یکشنبې په ورځ د بیلجیئم سرکاري وکیل وویل د اتوار یا شنبې په ورځ په برسلز او خوا او شا علاقو کې د چاپو په مهال ١٦ مشکوک کسان نیول شوي دي. د پنځه نورو کسانو د گرفتارۍ اعلان هم د گل په ورځ وکړی شو

د بیلجیئم سرښار برسلز کې د نهې یا سه شنبې په ورځ هم سکولونه او د ریل گاډو د تگ راتگ نظام ترهگرۍ د ممکنه حملو له امله تړل شوي وو. په عین حال کې د هیواد چارواکو د پیرس په حملو د یو مشکوک وسله وال لټون جاري ساتلی دی.

د بیلجیئم وزیراعظم چارلز مشیل ویلي ترهگرۍ د سنگین خطر په وجه به په برسلز کې د امنیت بیړني اقدامات د راتلونکې هفتې پورې پرځائې وي. هغه وویل هیواد يي د معمول ژوند ته بیرته راتلل غواړي او د شورو یا د چارشنبې د ورځې نه سکولونه او د ریل گاډو نظام بیا پرانستلی شي.

بلخوا، مراکش کې مامورینو ویلي پیرس په حملو کې د مشکوک وسله وال صلاح عبدالسلام په لټون کې ورنه د بیلجیئم حکومت د مرستې غوښتنه کړې ده. ویل کیږي چې عبدالسلام پیرس کې د حملو ورسته بیلجیئم ته اوړیدلی دی.

تیره هفته د مراکش په اطلاع د فرانس امنیتي ادارو پیرس کې په یو کور چاپه وهله او د پیرس د حملو مبینه منصوبه ساز عبدالحمید الباعود يي ووژلو.

په عین حال کې د پیرس په منټروگ علاقه کې پولیس د خزلې د ډلې نه د ځان وژونکې حمله کونکې واسکټ موندلی او تجزیه يي کولی شي. د امریکې ایسوسې ایټټډ پریس خبرې اداره د فرانس پولیس د یو چارواکو له قوله وايي واسکټ کې د بم خلاصولو الا یا ډیټونیټر نه وو او پکې د ټي ای ټي پي په نوم چاودیدونکې مواد پراته وو. هغه دغه مواد د پیرس په حملو کې هم استعمال شوي دي.

واسکټ کې د اوسپنې ډیبرۍ استعمال شوي دي. د پیرس په کومه علاقع کې چې واسکټ موندلی شوي هم دغلته یو موبائل هم موندلی شوی وو چې د عبدالسلام وو. په پیرس کې د حملو نه یوه شپه وړاندې هغه د ښار په دغه برخه کې لیدلی شوی وو.

د گل یا یکشنبې په ورځ ناوخته د امریکې خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ امریکایانو د سفر په اړه یوه هدایت نامه جاري کړې چې پکې ویل شوي د داعش او د نورو ترهگرو ډلو وسله وال د نړۍ په مختلفو برخو کې د حملو سازشونه تیاروي. په هداتنامه کې په ډینمارک، فرانس، مالي، نائیجریا او ترکي کې د حملو ذکر شوی دی. خارجه وزارت امریکایانو ته د خوشحالۍ د مذهبي رسوماتو د ورځو په مهال په خصوصي توگه د بیدار اوسیدو هدایت کړی دی.

هم د گل یا یکشنبې په ورځ د بیلجیئم سرکاري وکیل وویل د اتوار یا شنبې په ورځ په برسلز او خوا او شا علاقو کې د چاپو په مهال ١٦ مشکوک کسان نیول شوي دي. د پنځه نورو کسانو د گرفتارۍ اعلان هم د گل په ورځ وکړی شو.

په عین حال کې د امریکې خارجه وزارت، سټیټ ډپارټمنټ، ویلي د هغه پورټونو تصدیق نشې کولی چې وايي پیرس کې د حملو ورسته، داعش په فرانس، امریکا او نورو سیمو کې حملې کول غواړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG