لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څيړنيز راپور وائي دبې نظير بوټو دقتل پلان حقانيه مدرسه کې جوړ شوى ؤ


څيړنيز راپور وائي دبې نظير بوټو دقتل پلان حقانيه مدرسه کې جوړ شوى ؤ
څيړنيز راپور وائي دبې نظير بوټو دقتل پلان حقانيه مدرسه کې جوړ شوى ؤ

د پاکستان دپخوانۍ صدراعظمې بې نظير بوټو دوژنې په پلټنو بوختې گډې څيړنيزې ډلې ددغه پيښې بيا دسره پلټنې سرته رسولي دي پخپل راپور کې وائي دبې نظير بوټو دوژنې پلان داکوړه خټک په حقانيه مدرسه کې تيار کړل شوى ؤ.

د پاکستان دپخوانۍ صدراعظمې بې نظير بوټو دوژنې په پلټنو بوختې گډې څيړنيزې ډلې ددغه پيښې بيا دسره پلټنې سرته رسولي دي پخپل راپور کې وائي دبې نظير بوټو دوژنې پلان داکوړه خټک په حقانيه مدرسه کې تيار کړل شوى ؤ.
دغه څيړنيزې ډلې پخپل راپور کې درې پخواني پوليس افسران ملزمان او بيت الله محسود يې دپيښې مرکزي ملزم گرځولى دى.
دارالعلوم حقانيه دا مهال دپاکستان ديوې مذهبي ډلې جمعيت علماء اسلام دمشر مولانا سميع الحق په مشرۍ فعاليت کوي چې پکې په زرگونو زده کوونکي دينې زده کړې ترسره کوي.
په تيره موده کې داسې راپورونه مخې ته راغلي ؤ چې دطالبانو دغورځنگ زياتره وسله وال او مشران هم ددغه ديني مدرسې څخه وتلي دي.
خو دحقانيه مدرسې وياند وائي دهغوي په مدرسه کې په زده کړو بوخت طالب علمان دترهه گرۍ سره هيڅ تړاؤ نۀ لري.
دشورو په ورځ دترهه گرۍ دمخنيوي دځانگړې محکمې نمبر١ قاضي ملک اکرم اعوان داډياله زندان په يوه بنده کوټه کې دبې نظير بوټو دقتل دوسيه واوريدله، په دغه مهال دبې نظير بوټو دقتل په تور نيول شوي پينځه ملزمان اعتزاز شاه، شيرزمان ، عبدالرشيد، رفاقت حسين او حسنين گل محکمې ته وړاندې کړل شول.
دايف ائي اى له لوري ددغه پلټنيزې ادارې دډائريکټر خالد قريشي په مشرۍ اووۀ کسيزې شريکې څيړنيزې ډلې دبې نظير بوټو دوژل کيدو په اړه خپل راپور محکمې ته وړاندې کړو.
په دغه راپور کې دپينډۍ دپوليسو درې پخواني افسران ايس ايس پي خرم اشتياق ، ايس پي اشفاق انور او ايس ايچ او کاشف رياض ملزمان گرځول شوي او وئيل شوي ايس ايچ او کاشف رياض په قانوني توگه دمسؤليت لرلو باوجود هم په ځانمرگي بريد کې دوژل شوؤ څليريشتو کسانو دجملې څخه ديو کس پوسټ مارټم هم نۀ ؤ کړى.
همدغه راز دايس پي اشفاق انور په اړه په راپور کې وئيل شوي دپيښې په ورځ دهغه ډيوټي په لياقت باغ کې لگول شوې وه خو هغه خپلو مشرانو ته داطلاع ورکولو څخه پرته خپل عسکر دځان سره کړي وؤ او هائي وى ته تلى ؤ.
دپوليسو په دغه افسر تور لگول شوى چې هغه دخپل جرم دپټولو دپاره دپوليسو په ريکارډ کې بدلون هم کړى دى.
همدغه راز په ايس ايس پي خرم اشتياق تور لگول شوى چې هغه نيغ په نيغه دبې نظير بوټو دوژنې دځايې دوينځلو امر کړى ؤ، حالانکې ايس ايس پي ددغه ځايې دوينځلو واک نۀ لرلو.
په دغه راپور کې وئيل شوي دبې نظير بوټو دوژنې پلان داکوړه خټک په ديني مدرسه دارالعلوم حقانيه کې تيار کړل شوى ؤ.
خو دحقانيه مدرسې وياند مولانا محمد يوسف خبريالانو ته وئيلي دي چې حقانيه مدرسه ددغه پيښې سره هيڅ تړاؤ نۀ لري.
ددارالعلوم حقانيه دوياند وينا ده دغه مدرسې ته بيلا بيل خلک ورځي خو تراوسه دمدرسې دننه دورانکارۍ په هکله هيچا سوچ نۀ دى کړى.
هغه وويل په دارالعلوم حقانيه کې څلور زره زده کوونکي په زده کړو بوخت دي او دمدرسې مشران ددغه زده کوونکو دکوم ميلمه ذمه واري په غاړه نۀ شي اخستى.
هغه وويل قانون پځايې کوونکې ادارې چې دکومو زده کوونکو په هکله تپوس پوښتنې کوي هغوي په مومندايجنسۍ او نورو بيلا بيلو سيمو کې دپوليسو او امنيتي ځواکونو سره په نښتو کې وژل شوي دي.
دهغه دوينا له مخې ددغو کسانو زمونږ دمدرسې سره هيڅ تعلق نۀ ؤ او نۀ يې په دغه مدرسه کې زده کړې کړي دي.
وياند وويل دطالبانو دغورځنگ ډيرو وسله والو دهغوي په مدرسه کې زده کړې کړي دي خو هاغه مهال دغو کسانو دترهه گرۍ سره څه تړاؤ نۀ لرلو.
مولانا محمد يوسف زياته کړه دغو زده کوونکو دلته مذهبي زده کړې کولې او هر کله چې ددې ادارې څخه کوم زده کوونکى اوځي نو نۀ خو دهغه مونږ ذمه وار يو او نۀ کومه اداره دزده کړو څخه دفارغ شوؤ زده کوونکو دعملونو مسؤليت په غاړه اخلي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG