لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ریچرډ بېنټ او ملالې یوسفزۍ اندېښنه ښکاره کړې چې د دوحې غونډه کې پر بشري حقونو بحث نه کیږي


د تعلیم نړیوالې مبارزه کوونکې ملالې یوسفزۍ او د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټر ریچرډ بېنټ پر دې اندېښنه ښکاره کړې چې د دوحې په غونډه کې نه افغان فعالانو ته د ګډون بلنه ورکړل شوې او نه پکې پر بشري حقونو خبرې کیږي.

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي رپورټر ریچرډ بېنټ پر دې خبره ټینګار کړی چې د دوحې په درېیمه غونډه کې د مدنې ټولنې او د افغانو ښځو د حقونو فعالان باید ګډون وکړي.

د دوحې درېیمې غونډې ته یوه ورځ پاته ده چې پکې د پاکستان په ګډون د افغانستان لپاره د بېلابېلو ملکونو استازو او د طالبانو د حکومت پلاوي ته پکې د ګډون بلنه ورکړل شوې ده.

ریچرډ بېنټ نن د جون پر 28مه په «نیویارک ټایمز» ورځپاڼه کې یوه مقاله لیکلې ده چې پکې د دوحې په غونډه کې د مدنې ټولنې د استازو او د افغان ښځو ګډون د ارزښت وړ ګڼلی دی.

ښاغلي بېنټ په دې مقاله کې غوښتنه کړې چې د دوحې په غونډه او ترې وروسته باید په افغانستان کې د بشري حقونو حالت ته ځانګړې پاملرنه وشي. بېنټ خپلې مقالې ته سرلیک ورکړی "کله چې خبره د ښځو د حقونو شي، طالبان مه راضي کوئ" او په یوه برخه کې یې لیکلي:

"له طالبانو سره تر خبرو وروسته به د غونډې ایجنډا د نشه يي توکو خلاف مبارزه او له پرایوېټ سیکټر سره پر مرسته بحث وي. د بشري حقونو او ښځو مسایل پکې شامل نه دي او نه به ښځې او د افغان مدني ټولنې استازي پکې شامل وي".

د نجونو د تعليم نړيوالې مبارزې او د امن نوبل جایزه ګټونکې ملالې يوسفزۍ د افغانستان په اړه د دوحې پر غونډه له دې کبله نیوکه کړې ده چې افغانو ښځو ته پکې پر خپلو حقونو د خبرو لپاره د ګډون بلنه نه ده ورکړل شوې.

ملالې د جون پر 26مه په خپل یو بيان کې ويلي چې په دې اړه يې د ملګرو ملتونو له عمومي مشر انتونيو ګوتېرېش سره خپله اندېښنه شريکه کړې ده. ملالې يوسفزۍ په بیان کې ویلي:

"زه اندېښمنه او زړه ماتې یم چې طالبانو ته د ملګرو ملتونو له استازو سره د لیدو بلنه ورکول کیږي خو افغان مېرمنې او د بشري حقونو دفاع کوونکي [د دوحې د غونډې] له اصلي خبرو ایستل شوي دي."

د افغانستان په اړه د دوحې لومړۍ مشاورتي غونډه د 2023م کال په مې مياشت کې جوړه شوې وه او دویمه د روان 2024م کال په فرورۍ کې شوې وه چې طالبانو د دوی د شرطونو د نه منل کېدو له کبله پکې ګډون نه وو کړی.

ملاله یوسفزۍ وایي دا د منلو وړ نه ده چې ملګري ملتونه دې داسې یوه مهمه غونډه د افغان ښځو له مرکزي رول پرته وکړي. وایي دا ټولو ته غلط پيغام دی چې د نړۍ مشران د طالبانو غوښتنو ته غاړه ږدي، خو د نجونو او ښځو حقونو ورته لومړیتوب نه لري:

"موږ باید دا خبره روښانه کړو، هغه څه چې طالبان یې په افغانستان کې له ښځو او نجونو سره کوي، په منظم ډول د حقونو، درناوي او روزګار ختمول دي چې د جنسي اپارتایډ برابر بلل کیږي".

د افغانو ښځو او بشري حقونو لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړې استازې رينا اميري ويلي، په افغانستان کې به د جګړې دوره تر هغه وخته ختمه نه شي چې بشري حقونه د دې هېواد د راتلونکي په اړه په غونډو کې شامل نه شي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویلي په دې غونډه کې د افغانستان لپاره د دوی ځانګړی استازی ټامس ویسټ او د افغان مېرمنو او نجونو د حقونو لپاره ځانګړې استازې رینا امیري هم ګډون کوي.

د ا مریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو میلر د جون پر 26مه خبري غونډې ته وویل، استازو یې د غونډې د اصلي ایجنډا په اړه له وضاحت او دې ډاډ تر لاسه کولو وروسته پکې د ګډون پرېکړه وکړه چې په غونډه کې به له افغان ښځو او د افغان مدني ټولنې له غړو سره د پام وړ تعامل کیږي.

ميرمن امیري د جون پر 26مه پر خپله اېکس پاڼه ليکلي، چې د افغانستان د اوسني حکومت په ګډون په تېرو 50 کلونو کې "بې شمېره بې ګناه افغانان له وحشت" سره مخ شوي دي.

د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی آصف درانی هم د دوحې په غونډه کې ګډون کوي، هغه وايي طالبان په مېز ساتل یو ضرورت دی. د دراني په وینا "طالبان یو حقیقت دی، دوی‌ په هېواد کې امن راوستی، زه دا نه ویم چې دا په نړیواله کچه یو منل شوی حقیقت دی خو په دې اړه به نور څه کول وي".

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د جون پر 25مه د بهرنیو چارو د وزیر امیر خان متقي په مشرۍ په یوه غونډه کې د دوحې د درېیمې غونډې په اړه خبرې کړې او پرېکړه یې کړې چې د حکومت لوی ویاند ذبیح الله مجاهد په مشرۍ پلاوی به یې د دوحې په غونډه کې ګډون کوي.

ملګري ملتونه وایي دا غونډه په افغانستان کې د واکمنو طالبانو د رسمیت پېژندلو او د دوی حکومت ته د قانوني جواز ورکولو لپاره نه جوړېږي.

د ملګرو ملتونو د عمومي مشر ویاند سټیفن ډوجاریک د جون پر 27مه یوې خبري غونډې ته په وینا کې ډاډ ورکړ چې د افغان ښځو او بشري حقونو له فعالانو سره به جلا ناسته کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG