د امریکې صدر جوبايډن ويلي، غزه کې یې د امداد د کمښت له امله هلته د فضا څخه د خوراک او نور امدادي سامان غورځولو پرېکړه کړې ده، د دې ترڅنګ به د سمندري او ځمکنیو لارو هم د مرستو رسولو هڅه کیږي.
صدر بايډن د دغه ګام اخستو اعلان وروسته له هغې کړی چې لږ تر لږه 115 فلسطينيان وژل شوي او د 750 نه زيات ژوبل شوي او په نړیواله کچه یې غندنه کيږي.
د زيارت- پنجشنبې په ورځ په غزه کې د صحت چارواکو ویلي، د عېني شاهدينو په وينا اسرايلي ځواکونو هغه وخت ډزې پيل کړې چې د امدادي مرستو په قافله ګڼ خلک راټول شوي وو.
اسرايل ویلي، زيات خلک د ګډوډي له امله مړه شوي دي، او د اسرایل پوځ ويلي ځینې خلک په هغو ډزو لګېدلي کوم چې د دوی په نظر په خطرناک انداز په امدادي ټرکونو ورتلل.
بايډن يلي، د امدادي مرستو د فضا څخه غورځولو عمل به زر پيل شي، او امریکا د فلسطينیانو د ستونزو کمولو دپاره جګړه ځپلې علاقې ته د نورو لارو هم د مرستو په رسولو غور کوي.
نوموړي زياته کړې، په راتلونکو ورځو کې په اردن کې د خپلو همکارانو سره يو ځای کيږو څوک چې غزې ته مرستې رسوي، او په ممکنه توګه امریکا د سمندري لارو سره د نورو لارو پرانستو هڅه هم کوي.
بايډن د فضا څخه د امداد غورځولو خبره د اطالوي وزيراعظم جارجیا ميلوني د کورب توب په وخت کړې ده.
هغه ویلي، غزه ته رسېدونکی امداد کم دی، بې ګناه خلک په خطره کې دي، د ماشومانو ژوند په خطره کې دی، د هغې وخت پورې نه ودريږو څو پورې چې مو مرستې نه وي رسولي، مونږ هلته د سوونو په شمېره کې ټرکونه رسول غواړو.
سپينه ماڼۍ، د بهرنيو چارو وزارت او پېنټاګون د څو مياشتو راهسې د فضا څخه د امداد په رسولو غور کوي، خو د دې اندېښنې له کبله دا عمل ودرول شوی چې دا سمه لاره نه ده.
د بايډن انتظامیې ترمخه، د رفحه، کېرم شالوم په پولو او غزې په شمال کې د ايزر په پوله د لارې پرانستو هڅه کوي.
د سپينې ماڼۍ ویاند جان کربي ویلي، د فضا څخه د امداد غورځولو عمل مشکل وي خو په غزه کې د مرستو د کموښت له امله صدر دا پرېکړه کړې ده.
(د دې خبر معلومات د اېسوسي اېټډ پرېس څخه اخستل شوي)
Forum