د امریکا صدر جو بایډن د اسرایل او حماس تر منځ د تړون هرکلی کړی او هیله یې څرګنده کړې ده چې د تړون له عملي کېدو وروسته به په یرغمل شویو کسانو کې امریکایي وګړي هم را خوشي کړل شي.
صدر بایډن د شورو- چارشنبې په شپه د وایټ هاوس پر ویبپاڼه په خپاره شوي بیان کې ویلي، چې د حماس د "وحشیانه برید" له لومړیو شېبو ده او د ده ټیم د یرغمل شویو امریکایي وګړو د را خوشيکولو لپاره له خپلو سیمه ییزو شریکانو سره کار کاوه:
"دغه زړورو کسان تر داسې امتحان تېر شول چې د بیانېدو نه دی، زه ډېر خوشاله یم چې د دې تړون له بشپړ عملي کېدو وروسته به دوی بیرته له خپلو کورنیو سره یو ځای شي".
اسرایل او حماس نن د نومبر پر 22مه سهار تر خپل منځ د ډزبندۍ لپاره د هغه تړون کولو اعلان وکړ، چې په بنیاد به یې د حماس له یرغمل کړو کسانو څخه 50 ښځې او ماشومان د پنجشنبې- زیارت په ورځ خوشي کېږي او اسرایل به هم "له خپلو زندانونو 150 بندي فلسطینۍ ښځې او ماشومان خوشي کوي".
د امریکا د حکومت یو اعلی چارواکی وایي دا تړون د امریکا، قطر او مصر په منځګړتوب د څو اوونیو تر خبرو وروسته ممکن شو. صدر جوبایډن په تړون کې د منځګړتوب لپاره د قطر د امیر شیخ تمیم بن حماد الثاني او د مصر د صدر عبدالفتاح السیسي مننه کړې ده:
"د نن تړون به نور یرغمل امریکایان کور ته را ستانه کړي. د ولسمشر په توګه زه تر دې بل زیات لومړیتوب نه لرم چې په نړۍ کې د یرغمل شوو امریکایانو خوندیتوب باوري کړم او زه تر هغه ونه درېږم چې دوی را خوشي شوي نه وي".
د دې تړون له مخې به حماس ډله هره ورځ 10 یرغمل کړي کسان خوشي کوي، په دې مهال به څلور ورځې په غزه کې ډزبندي وي او له مرستو بار په سلګونو ټرکونو ته به اجازه وي چې د غزې هرې سیمې ته مرستې ورسوي.
قطر وایي اسرایل به د پنجشنبې- زیارت په سهار وختي په جګړه کې دمه یا وقفه راولي او کېدای شي بیا جګړه تر څلورو ورځو پورې ودرېږي. اسرایل وایي د تړون تر عملي کېدو مخکې به د حماس ډلې پر پناه ځایونو خپلو بریدونو ته دوام ورکوي.
صدر جوبایډن د اسرایل وزیراعظم بنیامین نتنیاهو او د هغه حکومت ستایلي چې وایي د اوږدمهاله وقفې د ملاتړ لپاره یې خپله ژمنه پر ځای کړه او ډاډ یې ورکړ چې دا تړون په بشپړه توګه عملي شي او په غزه کې بېګناه فلسطیني وګړو ته اضافي بشري مرستې ورسېږي:
"زه د دې هر یو [د قطر، مصر او اسرایل] له مشرانو سره خبرو او له نیزدې اړیکو ته په تمه یم ځکه چې موږ د دې خبرې د باوري کېدو لپاره ګډ کار کوو چې دا تړون په بشپړ ډول عملي شي، دا مهمه ده چې د دې تړون ټول اړخونه په بشپړه توګه پر ځای شي".
د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن هم د اسرایل او حماس د تړون هرکلی کړی دی. بلینکن بېګا شپه پر ایکس [مخکیني ټویټر] لیکلي، دا تړون د امریکې د حکومت د هڅو او سفارتکارۍ په نتیجه کې وشو.
بلینکن هم د قطر او مصر د منځګړتوب او په جګړه کې بشري وقفې ته د غاړه ایښودو له کبله د اسرایل د ملاتړ مننه کړې ده او دا تړون یې یو مهم پرمختګ بللی دی خو وایي، "موږ به تر هغه ارام ونه کړو چې حماس په غزه کې خلک یرغمل ساتلي وي".
په یورپي پارلمان کې «د رینیو یورپ ګروپ» هم په غزه کې د لنډمهالې ډزبندۍ او د 50 یرغمل کسانو د خوشي کېدو لپاره د تړون هرکلی کړی دی. دې ګروپ پر خپله ویبپاڼه لیکلي، نن یې په خپل بحث کې په غزه کې پر بشردوستانه حالت خبرې کړې دي:
"زموږ سیاسي ډلې د یرغمل شویو کسانو د خوشې کولو او د سمدستي بشردوستانه وقفې اړتیا تکرار کړه چې په منځني ختیځ کې د ډزبندۍ او د سولې او امن د امکاناتو سبب شي".
رینیو یورپ ګروپ ټینګار کړی چې اسرایل او فلسطین دواړه باید د اوږدمهاله سولې لپاره د خبرو اتر مېز ته راشي.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا له څو اوونیو وروسته د نومبر پر 16مه د اسرایل او حماس د جګړې په اړه یو قرارداد منظور کړی وو او په هغه کې یې غوښتنه کړې وه چې په غزه کې دې خصوصاً د ماشومانو د ژغورنې لپاره "اوږدمهالې بشردوستانه وقفې" وشي، خو اسرایل یې غوښتنه سمدستي رد کړې وه.
د اکتوبر پر اوومه چې حماس ډلې پر اسرایل برید وکړ، د چارواکو په وینا شاوخوا 1,200 کسان یې وژلي او شاوخوا 240 تنه یې یرغمل غزې ته وړي وو، چې په هغوی کې تر اوسه یواځې څو اسرایلي او امریکایي مېرمنې خوشې شوې وې.
اسرایلي ځواکونو له شاوخوا یوه نیمې میاشتې راهیسې د حماس ډلې د ځپلو لپاره پر غزې پټۍ هوایي بمبارۍ او مځکني عملیات پیل کړي دي، چې د فلسطیني چارواکو په وینا تر 13000 زیات وګړي پکې وژل شوي دي، چې په زرګونو ښځې او ماشومان هم پکې شامل دي.
Forum