لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بایډن وايي په صدارتي انتخاب کې د مقابلې څخه يې هېڅ څوک نه شي بهر کولی

د جون د میاشت په ۲۷ نېټه بایډن او ټرمپ په وړمبۍ مباحثه یا مناظره کې يو بل ته مخامخ شول. د ډېموکرېټېک پارټۍ ګڼ شمېر غړي ګڼي چې د مباحثې په مهال د بایډن اواز ستړی معلومېدو او داسې ښکارېده چې د خیالاتو لړۍ يې هم ماتېده.

د امریکې صدر جوبایډن د ګل، دوشنبې، په ورځ د خپلې واکمنې ډېموکرېټېک پارټۍ د کانګرس غړو ته په یو خط کې وویل هېڅ څوک يې صدارت دپاره د انتخابي مقابلې نه نشي ودرولی او دا غوښتنې دې ختمې کړي چې د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ سره په مباحثه کې د هغه د کارکردګۍ وروسته دې بایډن ځان د صدارتي زغل نه وباسي.

د کانګرس په هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز کې په زیاتېدونکي شمېره کې ډېموکرېټس په څرګنده دا غوښتنه کوي چې ۸۱ کلن بایډن دې بیا د صدارت د اميدوارۍ نه لاس په سر شي. د ګوند ګڼ شمېر نورو غړو د دغه رای اظهار په خفیه ډول هم کړی دی.

د سږ کال د نومبر په میاشت کې د امریکې د نوي صدر د غوره کولو دپاره ووټونه کېدونکي دي.

د بایډن په مقابله کې ټرمپ د حزب اختلاف ریپبلېکن پارټۍ متوقع امیدوار ګڼل کېږي.

د جون د میاشت په ۲۷ نېټه بایډن او ټرمپ په وړمبۍ مباحثه یا مناظره کې يو بل ته مخامخ شول. د ډېموکرېټېک پارټۍ ګڼ شمېر غړي ګڼي چې د مباحثې په مهال د بایډن اواز ستړی معلومېدو او داسې ښکارېده چې د خیالاتو لړۍ يې هم ماتېده.

د دې وروسته بایډن ویلي د خدای نه علاوه یې بل څوک په زور د صدارت دپاره د مقابلې څخه څوک نه شي بهر کولی.

بایډن په خپل خط کې د ډېمورکېټېک پارټۍ قانون سازانو ته وویل په دې پوښتنه چې مخکې تګ څنګه وکړی شي په دې د یوې هفتې نه زیات بحث وشو او اوس وخت راغلی چې دا بحث ختم شي.

په خپل خط کې بایډن وویل غواړي چې د ډېموکرېټېک پارټۍ غړو ته معلومه شي چې په مطبوعاتو کې او په نورو ځایونو کې د ټولو ګنګوسو باوجود هغه کلک لوظ کړی چې په زغل کې به پاتې کېږي، د تر اخېره به مقابله کوي او د هغه په قول ټرمپ ته به ماتی ورکوي.

که څه هم بایډن د سږ کال په صدارتي انتخاب کې د ودرېدو فېصله کړې ډېموکرېټېک پارتي به په خپل کنوېنشن په رسمي د ګوند د امیدوار د نامزدګۍ اعلان کوي.

بایډن په خپل خط کې وویل د ډېموکرېټېک پارټۍ کنوېنشن ته ۴۲ ورځې او د نومبر په پينځمه نېټه صدارتي انتخاب ته ۱۱۹ ورځې پاتې دي او په دې موقع په عزم کې کمزوري یا د مخکې کار په اړه ابهام ټرمپ ته ګټه او دېموکرېټس ته نقصان رسووي.

توقعو ده چې ريپبلېکن پارټي به اینده هفته په خپل کنوېشن کې په رسمي ډول ټرمپ په صدارتي انتخاب کې د پارټۍ امیدوار نامزد کړي.

په قومي چه ګڼ شمېر نظرپوښتنې او سروی ښيي په هغه ریاستونو کې چې په سیاسي توګه په کې مقابله سخته وي، ټرمپ د بایډن نه مخکې دی خو د دې باوجود هم مقابله سخته او غېر یقیني ده.

بایډن به د نهې، سه شنبې، په ورځ د نېټو د سر مشرانو د غونډې کوربتوب او د زیارت، پنجشنبې، په ورځ به خبري غونډې ته وېنا کوي.

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG