لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر بایډن به د افغانستان په اړه خصوصي وېنا کوي


صدر بایډن د چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې اترې کوي
صدر بایډن د چارواکو سره د افغانستان په اړه خبرې اترې کوي

د امریکې صدر جوبایډن به د ګل، دوشنبې، په ورځ ماسپښین په افغانستان کې د صورتحال په اړه خصوصي وېنا کوي.

د وي او ای انګریزۍ څانګې د رپورټ ترمخه صدر بایډن به د کېمپ ډېوډ نه وایټ هاوس ته ستنیږي او په ۳:۴۵ بجې به قام ته د افغانستان په اړه وېنا کوي. صدر بایډن به د افغانستان په اړه وېنا په داسې حال کې کوي چې طالبان کابل ته رسېدلي دي او افغان صدر اشرف غني د ملک نه وتلی او ویلي یې دي چې خونرېزۍ د مخنیوي په خاطر یې افغانستان پرېښودی دی.

افغانستان نه د امریکايي ځواکونو د انخلا وروسته طالبانو د کابل ترڅنګ زیاتره افغانستان نیولی او صدر بایډن په مستقل ډول افغانستان نه د ځواکونو د وېستلو دفاع کړی ده. د خالي، شنبې، په ورځ یو بیان کې صدر بایډن وویل که امریکايي ځواکونه یو یا پنځه کاله نور په افغانستان کې پاتې شوي وو نو څه فرق به یې نو کړی ترڅو افغان ځواکونه د خپل هېواد د ساتلو جوګه نه وي.

هغه وویل د بل ملک په خانه جنګۍ کې د امریکې موجودګي د هغه دپاره د منلو وړ نه ده. د وي او ای د رپورټ ترمخه د می په میاشت کې د امریکايي او نېټو ځواکونو د انخلا شروع کېدو وروسته طالبانو په خپلو حملو ته شدت ورکړی و. د رپورټ ترمخه په لومړو کې طالبانو ولایتي مرکزونه ونیول او بیا د یوې هفتې نه په کم وخت کې یې زیاتره ملک ونیولو او افغان حکومت نسکور شو.

رپورټ وايي آمریکايي ځواکونو د کابل امنیت په لاسو کې اخیستلی دی او په زرګونو خلک د ملک نه د وتلو کوښښونه کوی.

صدر بایډن ته د ګل، دوشنبې، په ورځ په افغانستان کې د حالاتو په اړه معلومات ورکړی شول او وایټ هاوس وویل چې د امریکايي شهریانو، سفارتکارانو، سفارتي عملې او د هغه کسانو او د کورنیو د وېستلو دپاره کوښښونه کولی شي چې امریکايي ځواکونو سره یې مرسته کړې ده.

د وي او ای رپورټ وايي که څه هم صدر بایډن افغانستان نه د ځواکونو د وېستلو د فېصلې دفاع کوي خو په دې یې حېرانتیا څرګنده کړې چې طالبانو ډیر زر ملک ونیولو.

د امریکې د قامي سلامتیا مشیر جېک سولېون د اېن بي سي ټېلې وژن سره مرکه کې وویل په کوم تېز رفتار چې طالبانو په ښارونو قبضه وکړه هېڅ چا یې اندازه نه کول.

د امریکې حزب اختلاف ريپبلېکن پارټۍ د کانګرس یو شمېر غړو په افغانستان کې د انتشار په سر د صدر بایډن په حکومت نیوکې کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG