لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د بن لادن محافظ په جرمني کې ژوند کوي


په اېبټ اباد کې هغه کور چرته چې بن لادن د وژل کیدو نه وړاندې ژوند کولو
په اېبټ اباد کې هغه کور چرته چې بن لادن د وژل کیدو نه وړاندې ژوند کولو

د جرمنې یوه ورځپاڼه وايي د القاعده د وژل شوي مشر اوسامه بن لادن محافظ په جرمني کې ژوند کوي او د جرمني حکومت نه خېراتي پیسې اخلي سره د دې چې په هېواد کې د کډوال په توگه د اوسیدو خواست یې رد کړی شوی دی.

د جرمني بلډ ورځپاڼې د دغه تن شناخت فقط د "سمي ای" په نامه کړی دی خو مکمله پیژندگلو یې نه ده څرگند کړې. رپوټ وايي دغه تن دا وخت د خپلې جرمن مېرمن او دریو بچو په بوخم ښار کې اوسیږي، د تیونس دی خو بیرته نشي لیږل کیدی ځکه چې هلته پرې تشدد کیدلی شي.

۴٢ کلن سمي ای ته د جرمني حکومت د سماجي خېرښېگړې په مد کې هره میاشت ١۴٣٠ ډالر ورکوي او ممکنه ده چې نورې امدادي ادارې ورسره د جامو، د کور په کرایه او کور په تود ساتلو کې مرسته کوي.

د امنیتي ادارو چارواکو ویلي سمي ای د ١٩٩٩ او د کال ٢٠٠٠ م ترمنځ په افغانستان کې د القاعده په کیمپونو کې تربیه ترلاسه کړې ده او بیا ورسته د بن لادن په محافظینو کې شامل شو.

بلډ ورځپاڼه وايي په کال ٢٠٠٥ م کې د ترهگرۍ په یوه مقدمه کې یو عیني شاهد په سمي ای دا الزام ولگولو چې هغه د افغانستان او پاکستان ېه سرحدي سیمه کې د څو میاشتو دپاره د بن لادن محافظ و. رپورټ وايي د مقدمې قاضي د عیني شاهد خبره ریښتیا گڼله خو سمي ای یې تردید کولو.

بلډ وايي په کال ٢٠٠٥ کې په جرمني کې د پاتې کېدو د سمي ای خواست رد کړی شو، د هېواد نه د هغه د ویستلو یا ډیپورټیشن جاري شول خو هغه یې خلاف اپیلونه وکړل.

په کال ٢٠١٧ کې عدالت د سمي ای د ډیپورټیشن احکامات بیرته واخیستل ځکه چې که چېرې هغه یبرته ولیږل شو نه د تشدد سره مخامخ کیدی شي.

هغه د امنیت دپاره خطر گڼل کیږي نو ځکه هره ورځ په بوخم ښار کې پولیس خبروي.

بن لادن په کال ٢٠١١ م کې د پاکستان په اېبټ آباد ښار کې د امریکايي ځواکونو په اپریشن کې وژل شوی دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG