د پاکستان قبائيلي سيمي شمالي وزيرستان مرکز ميران شاه سره نزدې په غلام خان روډ باندې د ملېشي او امنيتي سرتيرو په کاروان باندې د سړک غاړي بمي چاؤدنه شوې ، چې پکې د ملېشې د اته عسکرو په گډون ۱۴ نور ژوبل شوي دي .
د راپورونو ترمخه دغه پېښه نن د زيارت په ورځ د شمالي وزيرستان د مرکز نه په شمال لوئديز غلام خان روډ باندې هغه وخت رامنځته شوې ، چې کله په دغه روډ باندې د امنيتي سرتيرو کاروان روان ؤ . راپورونه وايي په کاروان باندې د سړک غاړې ته اېښودی شوی بم چاؤل شوی دی .
د پوځ د عامو اړيکو څانگې ائي ايس پي ار پېښه کې د ملېشې د اته عسکرو د وژنې پخلی کړی دی .
د سرچينو ترمخه پېښه کې نور ۱۴ عسکر هم ژوبل شوي ، او د بنو روغتون ته د هيلي کاپټر د لارې راوړل شوي دي .
د راپورونو ترمخه د پېښې وروستو په علاقه کې کرفيو اعلان شوې ، او د هيلي کاپټرو د لارې شيلنگ شورو شوی دی ، او امنيتي سرتيرو علاقه په گېره کې اخستې او د لټون عمليات يې هم پيل کړي دي .
د پېښې پړه تر اوسه چا په غاړه نه ده اخيستې .
خو دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته شوې ، چې د پاکستان حکومت د لاقانونه گرځول
شوې ډلې تحريک طالبان پاکستان سره د امن مذاکرات کوي .
او په عين حال کې د پاکستان حکومتي چارواکي وايي طالبانو سره مذاکرات په سم لوري روان دي . وزيراعظم ميا نوازشريف دوه ورځې وړاندې يوه وينا کې وئيلي ؤ ، په هيواد کې يې د امن دپاره طالبانو سره مذاکرات پيل کړي دي .
تير کال د جون په مياشت کې د نوازشريف په مشرۍ د مسلم ليگ (ن) ډلې د حکومت جوړيدو او بيا د ستمبر په مياشت کې په ټول گونديز کانفرنس کې طالبانو سره د مذاکراتو پرېکړه شوې وه . نزدې اته مياشتې وشوې ، چې د حکومت او طالبانو ترمينځ د روغې جوړې خبرې کيږي ، خو تراوسه پورې د دغو مذاکراتو کومه نتيجه مخې ته نه ده راغلي .
د روان کال په تيره مياشت کې د ټي ټي پي لخوا د ۴۰ ورځو د اوربند وروستو طالبانو د اور بند ماتولو اعلان کړی ؤ ، او حکومت سره يې د مذاکراتو دوامداره ساتلو وئيلي ؤ .
د طالبانو د اوربند په مهال چې د مذاکراتو خبرې هم روانې وې ، د کورنو چارو مرکزي وزير چودهري نثار علي خان وئيلي ؤ ، چې په امنيتي سرتيرو د بريدونو به په کلکه ځواب کولی شي .
په دې مينځ کې چې د خبرو اترو عمل روان ؤ ، په کراچۍ کې په پوليس بريد ، په پلازمينه اسلام اباد کې په يو عدالت حمله ، او بيا هم په اسلام اباد کې په سبزۍ منډۍ کې يوه بمي چاؤدنه شوې وه ، په وروستيو کې په پېښور او چارسده کې په پوليس بريدونه هم شوي دي ، او په بيلا بيلو قبائيلي سيمو کې هوائي پوځي عمليات هم شوي دي .
تيره مياشت د کورنو چارو مرکزي وزير چودهري نثار وئيلي ؤ ، چې طالبانو سره د مذاکراتو په خبره پوځ او حکومت صلاح دي . او نوموړي دا هم وئيلي ؤ ، چې په راتلونکو څو ورځو کې به د حکومتي او طالبانو دمذاکراتو کميټو غونډه وشي ، چې پکې به دواړه فريقه د مذاکراتو په لړ کې خپلې خپلې ايجنډې مخې ته راوړي .
قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې په امنيتي سرتيرو دغه بريد په داسې حال کې شوی دی ، چې په سيمه کې د تيرو څو ورځو راهسي د طالبانو د دوه ډلو په خپل مينځ کې جهگړه هم روانه ده .