لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ایران کې د جنرل قاسم سلېماني د تلین په مراسمو کې چاودنو د ۱۰۰ زیات کسان وژلي


د ایران د تسنیم خبري ادارې ترمخه، سرچینو ورته وویل بمونه په دوو کڅوړو کې ځای په ځای کړی شوي وو چې د ريمورټ کنټرول دلارې خلاص کړی شول
د ایران د تسنیم خبري ادارې ترمخه، سرچینو ورته وویل بمونه په دوو کڅوړو کې ځای په ځای کړی شوي وو چې د ريمورټ کنټرول دلارې خلاص کړی شول

د ایران د پاسدارن پاسداران انقلاب د القدس ډلې د وژل شوي مشر جنرل قاسم سلیماني د څلورم تلین په مراسمو کې د شورو، چهارشنبې، په ورځ دوه چاودنې وشوې چې لږ تر لږه ۱۰۳ کسان په کې ووژل شوو.

جنرل سلېماني په ۲۰۲۰ کې په عراق کې د امریکې په ډرون حمله کې وژل شوی دی. په ایران کې چاودنې په داسې حال کې شوې چې د اسرایل او حماس د جنګ له امله په منځني ختیځ کې تاوتریخوالی زیات شوی دی.

چاودنې په کرمان ښار کې د سلېماني د قبر سره نږدې شوي دي او په سمدستي ډول یې چا ذمه واري نه ده منلې.

د ایران د سرکاري ټېلې وژن ترمخه، په چاودنو کې د مرګ ژوبلې تصدیق په بېړني حالاتو کې د امداد ادارې ترجمان بابک یکتا پرست وکړو.

د چاودنو وډیوز کې لیدل کېږي چې دویمه چاودنه د وړمبۍ نه ۱۵ منټه وروسته وشوه.

د ایران د تسنیم خبري ادارې ترمخه، سرچینو ورته وویل بمونه په دوو کڅوړو کې ځای په ځای کړی شوي وو چې د ريمورټ کنټرول دلارې خلاص کړی شول.

د کرمان نایب ګورنر رحمان جلالي چاودنې د ترهګرۍ حمله وبلله خو په دې اړه يې څه ثبوت وړاندې نه کړو.

اېسوسي اېټېډپرېس خبري اداره وايي ایران ګڼ شمېر دښمنان لري چې د چاودنو په شا کېدلی شي. د ایران په دغو مخالفینو کې د ایران جلاوطن ډلې، وسله وال تنظیمونه او ریاستي عناصر شامل دي. ایران د فلسطيني مسلح ډلې حماس، د لبنیان شیعه ډلې حزب الله او د یمن هوثي باغیانو ملاتړ کوي.

سلېماني په سیمه کې د ایران د پوځي فعالیتونو معمار او د ملاعیت پلویانو هغه قومي اتل ګڼلو. هغه د بغاوت په ضد د شام د صدر بشارالسد ملاتړ هم کولو.

په کال ۲۰۰۳ کې په عراق کې د امریکې پوځي مداخلت نه مخکې سلېماني چا ډیر نه پېژندلو خو بیا یې پس لې شهرت وموندلو چې امریکايي چارواکو یې د وژلو غوښتنه شروع کړه. په هغه الزام وو چې په امریکايي ځواکونو د حمله کوونکو وسله والو ملاتړ کوي.

د سلېماني د مرګ په ضد جلوسونو کې په لویه شمېره کې خلکو ګډون کړی. په ۲۰۲۰ کې د هغه په جنازه کې د هړدوړ له امله د ۵۰ نه زیات کسان مړي شوي او د ۲۰۰ نه زیات کسان زخمیان شوي وو.

ای پي وايي د ایران د اېټمي پروګرام په سر اسرایل په ایران کې دننه حملې او هدفي وژنې کړي دي خو په پراخه کچه د زیان بم چاودنې یې نه دي کړي. په تېرو وختونو کې د داعش په شمول سني مسلح ډلو لوې حملې کړي دي خو کرمان په عمومي توګه پرامنه پاتې شوی دی.

اسرایل د ایران د اېټمي پروګرام مخالفت کوي، وايي ایراني رهبران د اسرایل وجود نه تسلیموي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG