لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلېنکن: اسرایلي چارواکو سره خبرو کې جنګ د زیاتېدو مخنیوی یې وړمبۍ ترجیح وه


بلېنکن د اسرایلي صدر اېزک هرزوګ سره هم ولیدل او اسرایلي صدر سره د بلېنکن د ملاقات په وخت د یرغمل کسانو خپلوانو احتجاج کولو او غوښتنه یې کوله چې یرغمالانو د ازادۍ دپاره دې زیات کوښښونه وشي
بلېنکن د اسرایلي صدر اېزک هرزوګ سره هم ولیدل او اسرایلي صدر سره د بلېنکن د ملاقات په وخت د یرغمل کسانو خپلوانو احتجاج کولو او غوښتنه یې کوله چې یرغمالانو د ازادۍ دپاره دې زیات کوښښونه وشي

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن د جمعې په ورځ په تل ابیب کې اسرایلي وزیر اعظم بېنجمن نېټن یاهو او د اسرایلي کابېنې د غړو سره ولیدل او ویې وېل اسرایلي چارواکو سره خبرو کې یې ترجیح دا وه چې د اسرایل او حماس جګړه زیاته او نوره خوره نه شي.

د ملاقات وروسته بلېنکن خبریالانو ته د هغو ګامونو ذکر وکړو چې د هغه په فکر که واخیستل شي نو په اسرایل د اووم اکتوبر په شان د حملو تکرارېدو مخه نیول کېدی شي او د اسرایلیانو او فلسطینانو دپاره "بهتر سباون" یقیني کولی شي.

په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس په حمله کې 1400 کسان وژل شوي او د حماس وسله والو 230 کسان یرغمال کړي دي. امریکې حماس ترهګر تنظیم ټاکلی دی.

د حماس د حملې په جواب کې اسرایل په غزه کې د حماس په ضد هوايي او ځمکنۍ حملې شروع کړي دي.
د حماس د انتظام لاندې د غزه د صحت وزارت د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل په غزه د اسرایل په حملو کې د 9000 نه زیات کسان وژل شوي او په سلګونو بې کوره شوي دي.

بلېنکن وویل امریکا د اسرایل د دې حق او فرض ملاتړ کوي چې خپله دفاع وکړي خو امریکا دا هم ګڼي ملکي کسانو تحفظ ته پام کول هم انتهايي اهمیت لري.

بلېنکن په داسې حال کې د اسرایل دوره وکړه چې د اسرایل ځمکني ځواکونو د غزه ښار محاصره کړی او سفارتي کوښښونه زیات شوي چې د اسرایل او حماس په جګړه ودرېږي او غزه ته انساني امداد ورسوول شي.

بلېنکن وویل امریکې دا خبره واضحه کړې ده چې په داسې حال کې چې اسرایل حماس ته د ماتې ورکولو دپاره عملیات کوي نو دا خبره اهمیت لري چې دا عملیات په څه ډول وشي. هغه وویل که د دې عملیاتو په نتیجه کې بشري بحران پېدا کېږي نو د امن همکاران به نه وي.

بلېنکن د دې خبرې ملاتړ هم وکړو چې په انساني بنیادونو په جګړه کې وقفه ضروري ده خو وقفې دې په ممکنه توګه حماس یرغمال کړي کسانو په حفاظت د ازادۍ سره وتړل شي.

نېټن یاهو په جګړه کې د وقفې خبره رد کړه او ویې وېل ترڅو یرغمل کسان نه وي ازاد کړی شوي جګړه به نه ودروي. اسرایلي وزیراعظم زیاته کړه چې د ټول قوت سره عملیات دوام لري او د عارضي جنګ بندې نه په تر هغه وخت پورې انکار کوي ترڅو چې په کې د یرغمال کسانو د ازادي نه وي شامله.

د نېټن یاهو نه د لبنان حزب الله ډلې د مشر حسن نصرالله د دې خبرې په اړه پوښتنه وشوه چې په اسرایل په حملې شروع کړي او جګړه به زیاته کړي، نو اسرایلي وزیراعظم وویل تر څو چې د لبنان، د حزب الله او د ایران خبره ده او دا خبره یې واضحه کړې چې اسرایل عزم لري چې دویم او دریم محاذ دې و نه پرانېستل شي.

بلېنکن دا خبره تکرار کړه چې په منځني ختیځ کې د مستقل امن یوازۍ لار د دوو ریاستونو قیام دی، اسرایل او فلسطیني ریاست.

بلېنکن د اسرایلي صدر اېزک هرزوګ سره هم ولیدل او اسرایلي صدر سره د بلېنکن د ملاقات په وخت د یرغمل کسانو خپلوانو احتجاج کولو او غوښتنه یې کوله چې یرغمالانو د ازادۍ دپاره دې زیات کوښښونه وشي.

بلخوا د ملګرو ملتونو د انساني حقونو دفتر د جنګي جرمونو په اړه د تشویش اظهار کړی او ویلي يې دي چې سنګین تشویش لري چې "غیر متناسبې" حملې جنګي جرمونه کېدلی شي.

د ملګرو ملتونو مختلفې ادارې او نور امدادي تنظیمونه خبرداری کوي چې که چېرې غزه ته زیات امداد نه پرېښودل کېږي نو په سیمه کې انساني بحران پېدا کېدلی شي. په اسرایل د حماس د حملې وروسته د غزه محاصره کړې او د اسرایلي حملو د شروع کېدو نه پس په غزه کې د خوراک او د صفا اوبو کمی پېدا شوی دی.

د اسرایل او حماس جګړه د څلورو اوونيو راهسې دوام لري. د امريکې د بهرنيو چارو وزير انتني بلينکن په يوه میاشت کې په دويم ځل د اسرايل سفر کړی دی.

له دې وړاندې د اسرايل ځمکنيو ځواکونو د غزې ښار پر لوري د پرمخ تګ ويلي وو. د دې ترڅنګ په جګړه کې د دمې دپاره سفارتي هڅې روانې دي چې فلسطين کې د بشري بحران خرابېدو مخنيوی وشي.

او سپينې ماڼۍ ويلي، په جګړه کې په ځايي کچه عارضي دمه پکار ده او ټينګار یې کړی اسرايل به له خپلې دفاع څخه نه ودروي.

د رویټرز ترمخه، فلسطين کې د ملکي وګړو د وژنو سېوا کېدو، خوراک، اوبو او تیلو د کمي له امله نړیوالو مشرانو په جګړه کې د وقفې غږ کړی دی.

اسرايل د وقفې غږ رد کړی او ويلي يې دي د حماس وسله وال په هدف کوي، او په حماس تور لګولی چې په ابادۍ او ملکي وګړو کې پټيږي.

سپينې ماڼۍ هم د جنګ بندۍ د غوښتنو رد کړی دی.

د حماس د کنټرول لاندې د فلسطين د صحت وزارت ویلي، د وژنو شمېره د 9061 نه زیاته شوې ده.
د ملګرو ملتونو د ازادو کار پوهانو يوې ډلې خبرداری ورکړی، په غزه کې د فلسطينيانو د "نسل وژنې خطره" پېښه ده.

فلسطين کې د ملګرو ملتونو مرستندویه ادارې UNRWA ويلي، په تیرو 24 ساعتونو کې یې څلور هغه پناه ځایونه په هدف شوي چېرته چې 20000 بې کوره فلسطينيان مېشت دي.

ملګرو ملتونو د بې کوره کډوالو په کېمپونو د اسرایل په حملو اندېښنه څرګنده کړې او ويلي يې دي ښايي دا متناسبه حملې د جنګي جرمونو په زمره کې راځي.

د شورو/ چهارشنبې په ورځ د امریکې صدر جوبايډن ويلي وو، په غزه کې د اسرایلي ځواکونو او فلسطیني وسلوالې ډلې حماس په جګړه کې "وقفه" پکار ده، چې یرغمل کسان را خوشي کړل شي او د غزې اغېزمنو ته مرستې ورسېږي.

په غزه کې د جګړې وروسته د ايسارو شوو غېر ملکي وګړو لومړۍ ډله د شورو په ورځ مصر ته اوښتې او د زيارت په ورځ نور کسان هم منتقل کړی شوي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG