لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلېنکن: په غزه کې د جنګ بندۍ دپاره مذاکرات به په څو ورځو کې بیا شروع شي

بلېنکن په غزه کې جنګ د ختمېدو وروسته په سیمه د اسرایل بیا قبضه کولو ته د امريکې مخالفت تکرار کړو. هغه د اسرایل د پخوانیو جرنېلانو دا تجویز هم رد کړو چې د غزه د شمالي برخې نه د حماس وسله وال وېستلو دپاره دې سیمې ته انساني امداد ودرول شي
بلېنکن په غزه کې جنګ د ختمېدو وروسته په سیمه د اسرایل بیا قبضه کولو ته د امريکې مخالفت تکرار کړو. هغه د اسرایل د پخوانیو جرنېلانو دا تجویز هم رد کړو چې د غزه د شمالي برخې نه د حماس وسله وال وېستلو دپاره دې سیمې ته انساني امداد ودرول شي

د امریکې خارجه وزیر اېنټني بلېنکن ويلي په غزه کې د اسرایل او د حماس جنګ د بندولو او د حماس په ولکه کې باقي پاتې یرغمالانو د ازادولو دپاره خبرې اترې بیا شروع کولی شي او مرکچیان به په اینده څو ورځو کې په دې لړ کې ملاقات کوي.

بلېنکن دغه اعلان د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په دوحه کې د قطر وزیراعظم او خارجه وزیر شېخ محمد بن عبدالرحمان الثاني ترڅنګ په مشترکه خبري کانفرنس کې وکړو.

بلېنکن په غزه او په وېسټ بېنک کې فلسطینیان دپاره د ۱۳۵ مېلین ډالرو د بشري امداد اعلان هم وکړو.

په غزه کې د سولې ترڅنک، بلېنکن وویل په لبنان کې د شخړې د سفارتی حل دپاره هم سخت کوښښونه دوام لري.

امریکا د قطر او د مصر سره په شریکه په غزه کې د اوربند او یرغمالانو د ازادۍ دپاره کوښښونه کوي خو کامیاب شوي نه دي. د سولې ورستۍ خبرې د اګست په میاشت کې وځنډېدلې. په مذاکراتو کې به اسرایل او حماس دواړو په یو بل الزامات لګول چې ناقابل عمل تجویزونه وړاندې کوي.

دا لا نه ده معلومه چې ایا حماس به د خپل مشر یحیاسنوار د وژل کېدو وروسته د امن په نویو مذاکراتو کې کښېني او که نا؟

د قطر وزیراعظم الثاني وویل مصر سره په رابطه کې دي او د مصر او د حماس مذاکرات دوام لري او امید کوي چې د دې او د اینده مذاکراتو نتیجه به مثبته وي.

الثاني وویل امریکايي مرکچیان په زر په دوحه کې د اسرایلي مرکچیانو سره د دې کوښښونو په لړ کې ملاقات کوي چې څه کامیابي ترلاسه کړي.

بلېنکن په غزه کې جنګ د ختمېدو وروسته په سیمه د اسرایل بیا قبضه کولو ته د امريکې مخالفت تکرار کړو. هغه د اسرایل د پخوانیو جرنېلانو دا تجویز هم رد کړو چې د غزه د شمالي برخې نه د حماس وسله وال وېستلو دپاره دې سیمې ته انساني امداد ودرول شي.

خبري غونډې ته د وېنا نه مخکې بلېنکن د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د قطر امیر شېخ تمیم بن حماد الثاني سره هم په غزه او لبنان کې د سولې په اړه خبرې اترې وکړې.

په غزه کې د اسرایل او د حماس جنګ د شروع کېدو راهسې منځني ختیځ ته د ۱۱ سفر په مهال بلېنکن یوه ورځ مخکې سعودي ولي عهد محمد بن سلمان او د نورو سعودي چارواکو ملاقاتونه وکړل. د سعودي عرب نه مخکې بلېنکن په یروشلم کې د اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو او نورو چارواکو سره خبرې کړې وې.

د جمعې په ورځ په لندن کې د عرب چارواکو سره د ملاقات نه مخکې به بلېنکن د قطر خارجه وزیر محمد الثاني خبرې اترې کوي.

په غزه کې د اوربند، د حماس په ولکه کې د اسرایلي یرغمالانو ازادي او غزه ته زیات انساني امداد د بلېنکن د دورې اهم ټکي دي. د زیارت، پنجشنبې، په ورځ فرانس په پېرس کې د نړیوالې غونډې کوربتوب وکړو چې په لبنان کې د جنګ د متاثرینو دپاره پېسې راجمع کړي.

فرانس د ۱۰۸ مېلین ډالرو امداد اعلان وکړو او جرمني په لبنان کې مرستې دپاره ۱۰۳ مېلین ډالرو لوظ وکړو.

د پېرس غونډې ته د وډیو دلارې خپل پېغام کې د ملګرو ملتونو مشر اېنټونیو ګوټېرېس په لبنان کې په سمدستي ډول د اوربند غوښتنه وکړه او په دې لړ کې یې وویل د ملګرم ملتونو د سېکیورټي کاونسل قراردادونو ۱۵۵۹ او ۱۷۰۱ د عملي کولو دپاره دې بامعني ګامونه واخیستل شي. په قراردادونو حزب الله نه د وسلې د اخیستل کېدو او لبنان نه د اسرایلي ځواکونو د انخلا غوښتنه شوې ده.

د اسرایل پوځ د زیارت، پنجشنبې، په ورځ وویل د لبنان سرښار بېروت په جنوبي مضافاتو کې يې د حزب الله د وسلې په مرکزونو يې تازه هوايي حملې وکړې.

د لبنان پوځ وویل درې عسکر يې د اسرایل په بمبارۍ کې په داسې حال کې ووژل شوو چې په جنوبي لبنان کې په یو کلي کې يې امدادي اپرېشن کولو.

اسرایل وايي د لبنان په ضد نه بلکې جنګ يې د حزب الله خلاف دی.

په غزه کې د طبي امداد چارواکو وویل په النصیرت کې یو سکول چې فلسطینیانو په کې پناه اخېستي وه د اسرایل په بمبارۍ کې ولګېدو او لږ تر لږه ۱۶ کسان په ووژل شوو.

بلخوا، د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د شام د دفاع وزارت وویل په دمشق د اسرایل په حمله کې يې لږ تر لږه یو عسکر ووژل شو او اووه نور زخمیان شول.

اسرایل په شام کې د حملو په اړه څه نه وايي خو په تېرو کلونو کې يې په هېواد کې ایران حمایت یافته هدفونه په نخښه کړي دي چې حزب الله ته د ایران د وسلو د رسېدو مخه ونېسي.

بلېنکن د دورې په مهال په غزه کې د جنګ د ختمېدو په صورتحال خبرې کړې دي، چې په کې د سیمې انتظام، بیا ودانېدل او په غزه کې د حماس موجودګي شامله ده. اسرایل وايي د جنګ وروسته دې نه حماس په غزه کې موجود وي او نه دې هم د اسرایل دپاره خطر راولاړوي.

په غزه کې جنګ د تېر کال د اکتوبر په اوومه نېټه په اسرایل د حماس د حملې نه شروع شو. په حمله کې په اسرایل کې تر ۱۲۰۰ پورې کسان ووژل شوو او تر ۲۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال نیولي وو. وېل کېږي چې تر ۱۰۰ پورې یرغمالان لا د حماس په ولکه کې دي چې دریمه برخه يې مړه شوي دي.

د حملې په اسرایل په غزه کې د حماس خلاف جنګ شروع کړی دی. د غزه د صحت وزارت وايي په سیمه کې جنګ دلاسه د ۴۲۸۰۰ نه زیات فلسطینیان وژل شوي دي. اسرایل وايي په غزه کې په وژل شویو کسانو کې د حماس په زرګونو وسله والو هم شامل دي.

امریکې، برطانيي، یورپين یونین او ځینو نورو ملکونو حماس او حزب الله ترهګر تنظیمونه ټاکلي دي.

Forum

XS
SM
MD
LG