لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلینکن د ډزبندۍ او له جګړې وروسته د غزې پر پلان د خبرو لپاره سعودي او مصر ته ځي


د امریکې د بهرنیو چارو وزیر اینټني بلینکن دا اوونۍ بیا منځني ختیځ ته د سفر په ترڅ کې سعودي عرب او مصر ته ځي چې د هغه په وینا مقصد یې په غزه کې د ډزبندۍ، د حماس له منګولو د یرغمل کسانو د خوشي کولو او له جګړې وروسته د غزې د پلان په اړه خبرې کول دي.

ښاغلي بلینکن د سه شنبې- نهې په ورځ فیلیپین ته د سفر په مهال خبریالانو ته وویل هلته په غزه کې به داسې انتظاماتو ته اړتیا وي چې څنګه د حکومتدارۍ، امنیت، بشري مرستو او بیارغونې چارې تر سره شي.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند مېتیو میلر د فرورۍ پر اتلسمه وویل، بلینکن به د فرورۍ پر 20مه په جده کې له سعودي چارواکو سره خبرې کوي او بیا به د فرورۍ پر 21مه مصر ته ځي چې پر ډزبندۍ، یرغمل کسانو، بشري مرستو او د غزې پر پلان ورسره خبرې وکړي.

بلینکن وایي امریکې له اسرایلو په ټینګار سره غوښتنه کړې ده چې ضرور باید یو پلان ولري او وایي هیله شته چې څومره زر ممکنه وي دا جګړه به ختمه شي.

د غزې پټۍ بنیادي اډاڼې او کورونه په تېره شاوخوا پینځه کلنه جګړه کې وروسته له هغه تباه شوي چې اسرایل د اکتوبر پر اوومه پر دې هېواد د حماس تر بریدونو وروسته په غزه کې د دې ډلې خلاف عملیات‌ پیل کړل.

د اسرایلي چارواکو په وینا د اکتوبر د اوومې په برید کې 1,200 کسان وژل شوي او شاوخوا 250 حماس یرغمل کړي وو. د غزې د روغتیا وزارت وایي د اسرایل په جوابي بریدونو کې تر اوسه 32,000 فلسطینیان وژل شوي دي چې وایي زیات یې ښځې او ماشومان دي.

د جګړې له کبله د غزې تر نیمایي زیاته ابادي کډه شوې ده. اینټني بلینکن جګړې ته په اشارې په غزه کې "بشري حالت بوږنوونکی" وباله او د ملګرو ملتونو د رپوټونو په حواله یې وویل چې ټوله ابادي بشري مرستو ته اړتیا لري:

"د دغو شیانو د زیات باور وړ اندازې له مخې، د غزې 100 فیصده ابادي له زښته زیاتې خوراکي ناامنۍ سره مخ ده، دا لومړی ځل دی چې د ټولې ابادۍ دا ډول درجه بندي شوې ده".

بلینکن بیا د اسرایل د دې حق ملاتړ وکړ چې خپله دفاع وکړي او ډاډ تر لاسه کړي چې د اکتوبر د اوومې غوندې بل برید به ورباندې نه کیږي، خو دا یې هم "په بشپړه توګه د اسرایل ذمه واري" وبلله چې د ملکي خلکو خوندیتوب ته اولیت ورکړي او د زیاتو مجبوره خلکو لپاره بشري مرستې برابرې کړي.

ښاغلي بلینکن په غزه کې د اوسني حالت پړه پر حماس ور واچوله او ویې ویل دغې "ترهګرې" ډلې پر اسرایل برید پیل کړی وو، وایي که هغوی وسلې ایښې وای، د ملکي وګړو تر شا پټ شوي نه وای او یرغمل کسان یې خوشي کړي وای جګړه به درېدلې وای.

د امریکې صدر جو بایډن د دوشنبې- ګل په ورځ د اسرایل له وزیراعظم بنیامین نتنیاهو سره تر یوې میاشتې ډېره موده وروسته په ټیلیفون خبرې وکړې او د حماس د وسلوالو په ضد په غزه کې د اسرایل د جګړې او په رفح کې د مځکنيو بریدونو د پلان په اړه یې نوې اندېښنې ښکاره کړې.

د اسرایل او حماس لپاره مذاکرات کوونکي قطر ته روان دي او هڅه کوي په روانه اوونۍ کې یو ځل بیا د شپږو اوونیو د ډزبندۍ په اړه اتفاق ته ورسیږي چې په نتیجه کې یې شاوخوا 40 یرغمل شوي اسرایلیان او د اسرایل له زندانونو په لسګونو فلسطینیانو را خوشي شي.

یادونه:- د رپوټ ځینې معلومات له رویټرز، اسوسیېټیډ پریس او فرانس پریس خبري ایجنسۍ اخیستل شوي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG