لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بلېنکن او محمود عباس به د فلسطين د انتظاميې په اصلاحاتو خبرې کوي


بلېنکن ويلي په ايجنډا دا دي چې د عباس د فلسطين انتظاميه له پکار اصلاحات وکړي او حکومتي چارې ښې کړي
بلېنکن ويلي په ايجنډا دا دي چې د عباس د فلسطين انتظاميه له پکار اصلاحات وکړي او حکومتي چارې ښې کړي

د امريکا د خارجه چارو وزير اېنتني بلېنکن د شورو، چهارشنبې په ورځ د فلسطيني ادارې صدر محمود عباس سره ملاقات درلود او دا د بلېنکن او اسرايلي مشرانو سره د ليدنې يوه ورځ وروستو کيږي چې پکې د اسرايل او فلسطين د شخړې د حل لارې چارې ولټوي.

بلېنکن ويلي په ايجنډا دا دي چې د عباس د فلسطين انتظاميه له پکار اصلاحات وکړي او حکومتي چارې ښې کړي. فلسطيني انتظاميه د غربي پټۍ څه برخه په اختيار کې لري او وسلواله ډله حماس د غزه پټۍ وامکنه ده چې اسرايل يې خلاف جګړه کوي او ختمول يې غواړي.

امريکا د جګړې وروستو غواړي چې غزه د فلسطيني انتظاميې په لاس ورکړي او د حماس پکې هيڅ اختيار پاتې نه شي. خو ځينې څېړونکي دا ممکن نه ګڼي.

د څېړنيزې ادارې مېډل ايسټ انسټيټيوټ لوړپوړی څېړونکی خالد الجېندي وي او ای ته وايي “زه نه وينم څنګه به فلسطيني انتظاميه بيرته غزه ته ځي چې د پاتې غزه څه مقصدي واک به وکړی شي. دوی په مشکله سره د غربي پټۍ واکمني کوي”.

بلېنکن په دې زور راوړي چې اسرايل د دوه رياستونو تجويز ومني او دغسې د خپلو عربو ګاونډيانو قبوليت ومومي چې د فلسطين جوړېدو ته غاړه کيږدي. خو نتن ياهو د دوو رياستونو نظريه په کلکه ردوي.

بلېنکن دا هم ويلي چې څومره زر ممکن وي چې بې کوره شوي فلسطينيان بيرته خپلو کورونو ته لاړ شي. اسرايل دې ته تيار دی چې د ملګرو ملتونو مېشن ته اجازه ورکړي چې د جنګ ځپلې شمالي غزه د صورت حال جاج واخلي.

په تل ابيب کې خبري کانفرنس ته بلېنکن وويل “څنګه چې په شمالي غزه کې د اسرايل جګړه سړيږي او د اسرايل دفاعي ځواکونه پکې په کمېدو دي نو مونږ نن په دې متفق شو چې د ملګرو ملتونو مېشن هغلته د حالاتو جاج واخلي. دا به ضمينه برابره کړي چې څه کول پکار دي چې بې کوره فلسطينيان څنګه په امن کې په شمال کې خپلو کورونو ته لاړ شي”.

د امريکا لوړپوړي سفاتکار په اسرايلي مشرانو غږ وکړو چې د عامو فلسطيني وګړو وژنه دې نوره ودروي او وايي “روزانه په غزه کې د عامو خلکو وژنه او په خاصه توګه د ماشومانو وژل ډېر زيات دي”.

د انصاف نړيوال عدالت به دا اونۍ د سويلي افريقا په خواست اورونه کوي. په خواست کې غوښتنه شوې د اسرايل پوځي عمليات دې سملاسي ودرول شي ځکه چې دا د فلسطينيانو نسل وژنه ده.

د بلېنکن په اند امريکا ګڼي دا مقدمه څه ځای نه نيسي ځکه چې دا د اسرايل د دې کوښښ نه پام اړول دي چې دغه هېواد ته د حماس وسلوالو، حزب الله او د هوثي جنګيالو نه کوم ګواښ دی.

هغه وويل “مونږ غواړو دا جګړه څومره چې زر وي ختمه شي. خو دا مهمه ده چې اسرايل خپل قانوني اهداف ترلاسه کړي چې د اوم اکتوبر پېښه بيا تکرار نه شي”.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG