لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بونير: په وسلواله نښته کې دوه پاکستاني پوځيان او یو "ترهګر کمانډر" وژل شوي


عکس پخوانی دی.
عکس پخوانی دی.

د پاکستان پوځ ویلي، د خېبرپښتونخوا په بونیر ضلع کې د وسله والو سره په نښته کې دوه پوځيان وژل شوي، پوځ په نښته کې د يو "ترهګر کمانډر" وژلو ‏دعوه هم کړې ده.‏

د پاکستان پوځ نن د خالي- شنبې په ورځ ويلي، د استخباراتو په اساس یې عمليات کړي، يو مهم "ترهګر کمانډر" سلیم عرف رباني یې وژلی او دوه نور يې ‏ژوبل کړي دي.‏

د پوځ په وينا، عملياتو کې د پوځ ‏‎36‎‏ کلن لانس حوالدار مدثر محمود چې تعلق یې د راولپنډۍ سره وو، او ‏‎27‎‏ کلن لانس نايک حسيب جاوېد چې تعلق یې ‏د پاکستان د ولکې لاندې کشمیر د پونچ علاقې سره وو، وژل شوي دي.‏

د دې خبر خپرولو پورې د پېښې ذمه واري چا نه ده منلې.‏

پوځ دعوه کړې، وژل شوی "ترهګر سليم عرف رباني د امنيتي ادارو پرضد ترهګرو فعاليتونو، قلنګ او ملکي خلکو په هدفي وژنو کې ککړ وو".‏

ويل شوي، "سليم امنيتي ادارو ته مهم مطلوب او حکومت یې په سر پينځه ميلينه روپۍ انعام مقرر کړی وو".‏

امنیتي سرچینو وي او اې ډيوه ته ويلي، د پوځ او وسله والو ترمنځ نښته د شپې په درې بجې د بونير د جوړ تاڼې په علاقه کې د ايلم د غره څنګ ته شوې ده.‏

د سرچينو ترمخه په علاقه کې د وړاندې نه د وسله والو د موجودګۍ کوم خبر نه وو، خو پرون د وسله والو د فعاليت او حرکت استخباراتي اطلاع وه، پوځ ‏بيا د وسله والو د موجودګۍ په اساس عمليات کړي دي.‏

په کومه علاقه کې چې عمليات شوي د ايلم د غره سره جوخته د سوات پولې ته نزدې پرته علاقه ده.‏

د تېر کال د اکتوبر په میاشت کې د بونير په ايلم غره کې د امنیتي ځواکونو په ګاډي چاودنه شوې، يو پوليس پکې وژل شوی او د پوځ حوالدار پکې ژوبل ‏شوی وو.‏

د دغه چاودنې زمه واري تحریک طالبان پاکستان منلې وه.‏

د کال ‏‎2022‎م د اګست په مياشت کې د عوامي نيشنل ګوند يو مشر سردار حسېن بابک دعوه کړې وه، بونير ته ټوپک مار (وسله وال) رادننه شوي خو هغه ‏وخت پوليسو دغه دعوه رد کړې وه.‏

بونیر کې په تيرو کلونو کې وسله وال فعاليتونه پاتې شوي دي.‏

د پاکستان په خېبرپښتونخوا او بلوچستان صوبو کې په وروستيو کې د ناامنۍ پېښې سېوا شوي دي.‏

د امنيتي مطالعو د څيړنې مرکز (سنټر فار ریسرچ اینډ سیکيورټي سټدیز) په نوم ادارې د رپورټ ترمخه سږ کال په وړومبيو درېو میاشتو کې په ګرد هیواد ‏‏کې د ترهګرۍ او ترهګرۍ پرضد عملياتو کې د ترهګرو پشمول ‏‎432‎‏ کسان وژل شوي دي چې پکې د ملکي خلکواو امنيتي ادارو د غړو شمېره ‏‎281‎‏ ده.‏ او د ‏ترهګرۍ تر ټولو زياتې ‏‎92‎‏ فيصده پېښې په بلوچستان او خېبرپښتونخوا صوبو کې شوي دي.‏

پاکستان کې د شخړو او امنيت د مطالعاتو څيړنيزې بلې غېر حکومتي ادارې پاکستان انسټيتیوټ فار کانفلیکټ اینډ سیکيورټي سټډیز (پيکس) ویلي، ‏‏تېر د مارچ په میاشت کې پاکستان کې د ناامنۍ غټې پېښې او بريدونه شوي چې څلور پکې ځانمرګي بریدونه هم شامل وو.‏

پيکس ويلي وو، د مارچ په میاشت کې په میرعلي کې د پوځ په کېمپ وسله وال بريد کې پوځي افسران او عسکر وژل شوي، په ګوادر کې په ‏پورټ ‏کمپليکس، په تربت کې د سمندري ځواک په هوايي اډه بريدونه، او د خېبرپښتونخوا د شانګلې ضلعې په بشام سيمه کې په چينايي اينجينيرانو ‏ځانمرګي ‏بريد کې پينځه چينایان او پاکستان ډرايور یې وژل شوي وو.‏

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

بلوچستان کې د تشدد زیاتېدل: وجه یې څه ده او خلک څه فکرمندي لري؟
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:48 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG