د چارواکو په وينا د پاکستاني شيعه زايرینو بس چې عراق ته په لار وو، په مينځني ايران کې د پېښې ښکار شوی، لږ تر لږه 28 کسان پکې مړه شوي دي.
د ایران د سرکاري خبري ادارې ایرنا ترمخه، د ژغورنې ادارې چارواکي محمدعلي ملکزادې ويلي، پېښه د نهې/ سه شنبې په شپه يزد صوبه کې شوې ده.
هغه ويلي پېښه کې 23 نور مسافر ژوبل شوي چې پکې د 14 روغتيايي حالت سخت دی، او د دوی ټولو تعلق د پاکستان سره دی.
بس کې د 51 پورې کسان سواره وو، د ايران د پلازمينې تهران نه 500 کلوميټره لرې د تفت ښار نه بهر د پېښې ښکار شوی دی.
ملکزادې د پېښې علت د ډرايور بې پرواهي او د بس د بريکونو کار پرېښودل ياد کړي دي.
د پاکستان رسنيو د ځايي شيعه مشر قمر عباس له قوله ويلي په ایران کې د حادثې ښکار شوی بس د سيند صوبې د لاړکانې ښار څخه روان شوی وو.
د پاکستان صدر اصف علي زرداري او وزيراعظم شهباز شريف په پېښه د افسوس څرګندونه کړې او وزیراعظم په ايران کې د پاکستان سفارتخانې ته لارښوونه کړې، د مړو او ژوبلو د درمنلې او مړو بيرته راوړو عمل دې ګړندی کړی او د ايران د حکومت سره دې په تماس کې شي.
د اې پي خبري ادارې ترمخه، ايران په نړۍ کې د ټرېفک د خوندیتوب تر ټولو خراب ريکارډ لري، چرته چې په کال کې په دغه ډول پېښو کې نزدې 17,000 کسان مړه کیږي.
ايران کې د ټرېفک قوانين، غېر محفوظ ګاډي او بېړنيو خدماتو نشتوالی د زياتو وژنو زمه واره ګڼل کيږي.
پاکستاني زايرين په عراق کې د اربعين يا څلوېښمتې (چهلم) غونډې له روان وو.
اربعين يا څلوېښتمه د اسلام د تاريخ په لومړۍ صدۍ کې د کربلا په جګړه کې د مسلمان اموي ځواکونو په لاس د پېغمبر اسلام محمد (ص) د نمسي حضرت حسېن د وژنې د نخښې په توګه ياديږي.
د حسېن پلويان هغه د پېغمبر د ميراث حقيقي وارث ګڼي، کله چې هغه د اموي خلافت د بېعت څخه انکار وکړو، هغه د کربلا په جګړه کې ووژل شو، او د هغې څخه د سني او شيعه ترمنځ اختلاف پيل شو.
زایرين د عراق په کربلا کې راټوليږي ياده غونډه په نړۍ کې تر ټولو لويه کلنۍ غونډه بلل کيږي، او دې غونډې ته هر کال په ميلينونو خلک ورځي.
د شورو/ چهارشنبې په سهار د ايران جنوب ختيځه صوبه سېستان بلوچستان کې د بس يوه بله پېښه شوې، شپږ تنه پکې وژل شوي او 18 نور ژوبل شوي دي.
(د خبر معلومات د اې پي څخه اخستل شوي)
Forum