لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چودهري نثار: شمالي وزيرستان کې د پوځي اپريشن فېصله نه ده شوې


چودهري نثار وئيلي ، د پوځي اپريشن او خبرو اترو د عمل ځنډيدو هيڅ قسمه پرېکړه نه ده شوې ، او نه د کومي خوا نه دغه رنگ غوښتنه شوې ده .
چودهري نثار وئيلي ، د پوځي اپريشن او خبرو اترو د عمل ځنډيدو هيڅ قسمه پرېکړه نه ده شوې ، او نه د کومي خوا نه دغه رنگ غوښتنه شوې ده .

په داسې حال کې چې د پاکستان د قبائيلي سيمې شمالي وزيرستان د ميرعلي او ميران شاه په مختلفو علاقو کې په تېرو درېو ورځو کې پوځي ځواکونو د جيټ الوتکو او گن شپ هيلي کاپټرو د لارې د تندروه وسله والو په پټو ځايونو بمباري او گولي بارې کړې ، او په دغو عملياتو کې نزدې د ۸۰ پورې د تندروه وسله والو د وژل کيدو وئيل شوي .
د خالي په ورځ د کورنو چارو مرکزي وزير چودهري نثارعلي خان وئيلي ، چې په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې په باقاعده توگه د پوځي اپريشن پريکړه نه ده شوې ، او نه د طالبانو سره د خبرو اترو عمل ځنډيدلی دی .
د کورنو چارو مرکزي وزير چودهري نثار علي خان يو بيان کې وئيلي ، د پوځي اپريشن او خبرو اترو د عمل ځنډيدو هيڅ قسمه پرېکړه نه ده شوې ، او نه د کومي خوا نه دغه رنگ غوښتنه شوې ده .
چودهري نثار دغه سپيناوی په داسې مهال کړی ، چې د جمعې په ورځ رائټرز خبري ادارې په خپل يو رپورټ کې وئيلي ؤ ، چې روانه اوونۍ کې د پاکستان وزيراعظم نوازشريف ته د پوځ سرلښکر راحيل شريف يو ملاقات کې وئيلي ، چې د پاکستاني طالبانو سره نور د خبرو وخت ختم شوی ، او د دغې ملاقات په بله ورځ بيا د پوځ لخوا په قبائيلي سيمه کې د وسله والو جنگيالو په مورچو بمباري شوې ده .
چودهري نثار دغه خبر بې بنياده گرځولی او زياته کړې يې ده ، چې تازه فضائي عمليات د هغې پرېکړې لړۍ ده ، چې پکې وئيل شوي ؤ ، په عامو خلکو او امنيتي ځواکونو باندې د بريدونو او ترهگرۍ به په کلکه ځواب کولی شي .
داخله وزير په خپل بيان کې دا هم وئيلي چې د اسلام اباد په گډون د غټو ښارونو د سيکيورټۍ پوځ ته د سپارلو په اړه هم کومه پرېکړه نه ده شوې .
درې ورځې وړاندې په شمالي وزيرستان کې د پوځي ځواکونو لخوا د تندروه وسله والو په پټو ځالو د فضايي عملياتو په اړه د پوځ د عامو اړيکو څانگې ائي ايس پي ار لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ؤ ، چې د خفيه او باوري اطلاعاتو په اساس يې په خيبرپښتونخوا ، قبائيلي سيمو او کراچۍ کې د ترهگرۍ په پېښو کې د ککړو ترهگرو په ضد دغه عمليات شوي دي .
نن د خالي په ورځ د امنيتي سرچينو لخوا وئيل شوي ، شمالي وزيرستان کې درې ورځې وړاندې په ترسره شوؤ عملياتو کې د يو ازبک وسله وال کمانډر په گډونه پينځه مهمه کمانډران وژل شوي دي .
شمالي وزيرستان کې د پاکستاني ځواکونو لخوا د تندروه وسله والو په پټو ځالو د گوله بارۍ او بمبارۍ وروستو نن په قبائيلي سيمو مومند ايجنسۍ او خيبر ايجنسۍ کې د ملېشې په ځواکونو بمي چاؤدنه او بريد کې د ملېشې اته عسکر وژل شوي دي . او د ائي ايس پي ار لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ، چې په خيبر ايجنسۍ کې وسله والو جنگيالو سره نښته کې د يو کمانډر په گډون اته جنگيالي وژل شوي دي .
د جمعې او خالي په منځنۍ شپه کې پلازمينه اسلام اباد کې هم دوه بمي چاؤدنې شوې وې ، چې پکې يو کس وژل شوی او يو بل ژوبل شوی ؤ

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG