لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د لاهور هايکورټ چيف جسټس ويلي، په عدلیه کې به د اسټبلشمنټ لاسوهنه زر ختمه کړل شي


د پاکستان د پنجاب صوبې د لاهور هايکورټ چيف جسټس ویلي، باور لري په عدليه کې به د اسټبلشمنټ ممکنه لاسوهنه زر ختمه شي ځکه چې وایي عدليه د اسټبلشمنټ څخه ‏ځان خلاصولو دپاره مبارزه کوي.‏

د پاکستان د ځايي مطبوعاتو ترمخه چيف جسټس ملک شهزاد احمد خان دغه خبره پرون د جمعې په ورځ په راولپنډۍ کې يوې دستورې ته په ‏وينا کې کړې ده.‏

هغه ويلي، پاکستان کې په عدليه کې لاسوهنه د مولوي تميزالدين له قضيې څخه پيل شوې ده.‏

نوموړي جج زياته کړې، دوه درې ورځې وړاندې ورته يو جج شکايت کړی خو بیا یې هم ورته ویلي چې هغه ويريږي نه.‏

پاکستان کې د تېرې يوې مودې نه په عدليه کې د لاسوهنې خبرونه په ښکاره مخې ته راځي او ځينو ججانو په ښکاره ويلي چې استخباراتي ادارې په ‏عدالتونو کې لاسوهنې کوي.‏

د لاهور هايکورټ د پرونۍ وينا نه يوه ورځ وړاندې د پنجاب صوبې د سرګودې د ترهګرۍ ضد عدالت جج په استخباراتي ادارې (آي اېس آی) د ځورولو ‏تورونه لګولي، لاهور هايکورټ په دغه اړه از خود نوټس اخستی، او د تورونو د قضيې فېصله یې محفوظ کړې ده.‏

د رپورټونو ترمخه، د لاهور هايکورټ رجسټرۍ ته په اووم جون يو خط ترلاسه شوی، د سرګودې د ډسټرکټ اېنډ سيشن جج محمد عباس په ياد خط کې ‏ویلي، په ‏‎25‎‏ مې د ترهګرۍ ضد عدالت کې د جج په حېث د هغه لومړۍ ورځ وه، هغه ته پيغام ترلاسه شوی وو چې د استخباراتي ادارې آی اېس آی ځينې ‏چارواکي ورسره په چېمبر کې ليدل غواړي.‏

خو هغه ورسره د ليدو نه انکار کړی، او د هغې وروسته ورته، د کورنيو ځينو غړو یې ويلي چې نامعلومه کسانو د شپې په وخت د هغه د کور ګېس ميټر ‏مات کړی دی.‏

هغه په خط کې ويلي وو، کورنۍ ته یې تيره مياشت د بجلۍ بل هم د حساب نه زيات ترلاسه شوی، د خپلوانو نه یې د ده په اړه معلومات اخستل شوي او په ‏شپږم جون بيا د ترهګرۍ ضد عدالت د دروازې نه بهر په ټرانسفرمر ډزې شوې وې.‏

څو ورځې وړاندې د سرګودهې د ترهګرۍ ضد خصوصي عدالت د نهمې مې په مقدمو کې فېصله اورولې او د پاکستان تحريک انصاف ګوند د ‏‎70‎‏ نه زيات ‏غړي یې بري کړي وو.‏

د مارچ د میاشتې په وروستيو کې د اسلام اباد هايکورټ شپږو ججانو په عدليه کې د استخباراتي ادارو د ښکاره مداخلې پر ضد سپريم جوډيشل کونسل ‏‏ته خط ليکلى او غوښتنه يې کړې وه چې د ښکاره مداخلې او په قاضیانو د فشار راوړلو په اړه دې یو قضایي کنونشن راوبلل شي.‏

دا خط د اسلام اباد هایکورټ دشپږو ججانو جسټس محسن اختر کیاني، جسټس طارق محمود جهانګیري، جسټس بابر ستار، جسټس سردار اعجاز ‏‏اسحاق، جسټس ارباب محمد طاهر او جسټس تمیم رفعت امتیاز لخوا لیکل شوی وو.‏

Forum

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG