لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سېنېټرنثار وايي پاکستاني ميډيا يې د ماشومې اوښکې پاکولوله غلط رنګ ورکړی.


په کراچۍ کې د نقيب الله مسيد په تعذيتي کېمپ کې د يوې ماشومې جينۍ سره په ويډيو کې په بد حرکت تورن سېنټر نثارمحمد وي او ای ډيوه ته ويلي د يو پښتون او مسلمان مشر په هېڅ به کله هم داسې پريوتی حرکت او نه کړي او وايي د ماشومې بې نظير اوښکې يي پاکولې او دهغې په مخ يي لاس په غلط خيال نه وو راښکلي

نوموړي په يو ويډيو پېغام کې په سوشل ميډيا خپره شوې هغه ويډيو جعلي بللې او وايي:

" په سټېج يي د تقرير په وخت ماشومې ته اووېل بچۍ راځه،او لکه د خپلې لور مصفا په شان يې ځان ته نزدې کړه، او دهغې اوښکې يې پاکولې خو مېډيا ورله د مخالفه سياسي ډلو په سازش غلط رنګ ورکړی چې دده په عزت داغ اولګوي خو عزت اوذلت د لوي الله په لاسو کې دی"

نوموړي په يو ويډيو پېغام کې په مېډيا هم سختې نيوکې کړي او ويلي دده د بدنامولو په هڅو کې يي د هغه ماشومې د اوښکو خيال هم نه دی ساتلې چې يواځنی ورو مقصود يې د پولیس لخوا وژل شوی وو، چې د پينځو خوېندو يک يو ورور وو.

ښاغلي نثار ګواښ کړی دغه ويډیو په عدالت کې چېلج کوي.

د مسلم ليګ ن ډلې سېنټر نثارمحمدخان په کراچۍ کې د نقيب الله مسيد لپاره جوړ تعذيتي کېمپ کې د وېنا په وخت په سوشل مېډيا خپره شوې يوه ويډيو کې داسې ښودل شوی چې ګنې د ماشومې جينۍ په وجود او مخ په غلط خيال لاس راکاږي.

وي او ای ډيوه ته د تعذيتي کېمپ د دغې موقې هغه ويډيو په لاس ورغلې چې پکې واضحه ښکاري چې سېنټر نثار پکې ماشومې بې نظير ته په لاس خپل لاس اېښی دی او بيا ورله اوښکې پاکوي.

په سوشل ميډیا خپره شوې ويډيو د اصلي ويډيو نه بدله ده داسې ښکاري چې د فوټو شاپ د لارې پکې بدلون شوی وي.

په سوشل ميډيا خپره شوې لانجمنه ويډيو کې د سنېټر نثار لاس باندې تياره ښکاري چې هر ليدونکی پرې په اسانه غلط شک کولی شي.

په دغه موقه ولاړ د عوامي نېشنل پارټۍ سېنټر شاهي سېد وايي دغه د نثار په ضد د بدنامۍ يو سياسي چال دی او هېڅ حقيقت نه لري.

ښاغلي شاهي سېد وي او ای ډيوه ته ويلي "په رڼا ورځ د ۱۰ زره کسانو او اته سېنېټرانو په وړاندې به څوک څنګه داسې پريوتې کار اوکړي"

ښاغلي شاهي سيد ويلي دغه مسله يي د پاکستان تحقيقاتي ادارې اېف آيي ای ته سپارلې او ډېر زر به يي نتيجې ولس ته برسېره کړي.

دغې لانجمنې ويډيو په سوشل ميډيا د سېنېټر نثارمحمد خان په ضد تاوده باثونه پارولي دي، چې څه ډول د بشري حقونود کمېټۍ غړی په يوه داسې غمژنه موقه داسې پرېوتې حرکت کولی شي.

څيړونکي وايي د سوشل ميډيا په دې دور کې خلکو له هم پکار دي چې په يوه ويډيو يا تصوير سمدستي خپل منفي غبرګون ښودلو نه وړاندې پکار ده چې د هغې اصليت ته هم پام اوکړي.

ځکه چې ځنې خلک د خپلو سياسي يا نظرياتي مخاليفينو د بد نامولو لپاره نن سبا په ويډيو ګانو او تصويرونو کې د فوټوشاپ او يو شمېر نورو اېپليکېشنونو د لارې بدلونونه کوي.

په پاکستان کې په ورستيو کې د يوشمېر ماشومانو جينکو سره د جنسي تېري خبرونو په سوشل مېډيا تاؤده باثونه پارولي دي

د ماشومانو دحقونو لپاره کارکونکي تنظيمونه په حکومت زور اچوي چې په ټولنه کې د ماشومانو د حقونو خوندي ساتلو لپاره دې زر تر زره قانون سازي اوکړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG