لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چين د ٩٠٠ بیلینو ډالرو یوه لاره یوه پټه لانجمنه منصوبه؟


چين یو روډ یو بیلټ څه ته وايي؟ حېرنوانکې خبره ده چې یو روډ یعني سړک یواځې یو سړک نه دی بلکې یوه سمندري لاره هم ده. او دا به چين د خپل جنوبي ساحل څخه د روم په سمندر کې د شرقي افرېقې پورې رسوي. په بیلټ یا پټه کې بین الملکي راهدارۍ یعني د تېریدو لارې شامل دي چې چين د مرکزي اسیا او منځني ختيز په لاره د اروپا سره تړي.

په ېو سړک یوه پټه کې په پاکستان کې د نورو منصوبو سره یوه سمندري اډه، په بنگله دېش کې پلونه، او په روس کې د رېل پټړۍ جوړېږي. د برتانيې یوې ورځپاڼې دي گارډین په خپل یو رپورټ کې ليکلي دي:

"چین د رېښمو جديده کاروباري لاره پرانيزي"

د اخبار تر مخه د چين په خیال دې منصوبې سره به د عالميت د نوي دور اغاز اوشي. خو د چين گاونډي هیوادونه او عالمي طاقت امريکا د بيجينگ د بین العالميت په نوي دور کې داخيلېدو ته د چين په سترگو نه گوري. د هندوستان په خیال په سيمه کې دا منصوبه د یوې لانجمنې سيمې څخه تیریږي. د روان کال په شورو کې د هندوستان مشهور اخبار دي ټایمز اف انډیا یو خبر ؤ:

" د هند وزير اعظم نريندرا مودي چين ته اوویل دا منصوبه نه منم"

په پاکستان کې د دې منصوبې مرکزي سړک د پاکستان د واک لاندې کشمير او د دنگ واورين غر کی ټو په لمن کې د پاکستان دشمالي علاقو گلگت بلتستان څخه تیرېږي، هند په دغه علاقه د ملکيت دعوا کوي.

د نوي ډلي حکمرانان وايي چې بيجينگ د معاشي بري په زغل کې د گاونډيتوب د قانون سرغړونه کوي. دهند په خیال چين د پاکستان مټ مظبوطوي— د هند گمان دی — مظبوط پاکستان به د هند خلاف خپله سخته تگ لارې ته نور زور— ورکړي. امريکا په سي پېک د هندوستان دریځ سم مني.

روان کال د اکتوبر په میاشت کې د صدر ټرمپ حکومت ويلي وو د چين د پټې او د لارې منصوبه د لانجمنه سيمې څخه تیرېږي. د اکتوبر په میاشت کې د هندوستان څخه په ستنېدلو د امريکا د دفاع سېکتر جيم ميټس اوویل:

"په نړۍ کې یو شمېر لارې او پټې دي، خو کوم یو قام ته دا اختیار نشته دی چې په نورو خپل رعب وچلوي، بله دا چې دا منصوبه د یوه لانجمنې سيمې څخه تیريږي، او دا خبره ددې منصوبې حیثیت مشکوک کوي"

د پا کستان یو بل گاونډي هېواد افغانستان هم په دغه منصوبه کې د شاميلېدلو د پاکستان وړانديز په مشروطه توگه رد کړی دی.

د افغانستان صدر اشرف غني د اکتوبر په میاشت کې اوویل د پاکستان سره په تجارتي منصوبه سي پېک کې تر هغې گډون نشي کولی تر څو پاکستان د افغانستان تجارتي لارې نه وي پرانستې هغه اوویل:
"هېواد به یې تر هغ
ې پورې د چین-پاکستان اقتصادي لارې سره یوځای نشي ترڅو پاکستان په واهگه او اټاري باندې افغانستان ته لاره ور نه کړي"

غني دا هم گواښ کړې ؤ چې پاکستان ته به له مرکزي اسیا سره تر هغو پورې د یوځای کېدو اجازه ور نه کړي ترڅو پاکستان هند ته د سوداگرۍ لپاره افغانستان ته لاره ورنه کړي.

چين او پاکستان د هندوستان دريځ رد کړی دی ، چين دغې منصوبې ته د دې پېړۍ د تجارت تر ټولو لویه منصوبه وايي— د پاکستاني مشرانو په خیال دا د تقدير بدلولو منصوبه ده. د امريکه په ځواب کې چين ويلي دي دا منصوبه د نړیوال رعب جوړولو لپاره نه ده بلکې د نړۍ د یو ځای تړلو لپاره ده او د ټولو په گټه به تمامیږي.

  • 16x9 Image

    رحمان بونیری

    رحمان بونېری په واشنگټن کې د وي او ای ډیوه ملټي میډیا خبریال، د پروگرام واشنگټن ټو خیبر کوربه او د رحمان بونېري په نوم ځانگړي بلاگ کې په فاټا،پاکستان او افغانستان لیکل کوي- وي او ای بونيري ته د وتلي خبریال ډیوډ برک جایزه ورکړې ده-

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG