لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د کرونا واېرس دلاسه د مړه شویو کسانو شمېره ۴٩٠ ته ورسېدله


په جاپان کې مامورینو ویلي د سېلانیانو په یو سمند‏ري جهاز یا کروز شپ کې په ١٠ کسانو کې د کرونا واېرس موندل شوی دی او په سمندري جهاز کې ٣٧٠٠ نور سېلانیان او د عملي غړي به په کوارنټین کې ساتل کېږي، یعني د طبې څارنې دلاندې وي

په چین کې د کرونا واېرس دلاسه د مړه شویو کسانو شمېره ۴٩٠ ته رسېدلې ده او د ٢۴٠٠٠ نه زیات نور کسان په دې مرض اخته شوې دي.

د چین نه علاوه په ٢٣ هېوادونو کې د کرونا واېرس ١٥٠ کېسونه رپورټ شوي دي او د چین نه بهر په فلپاین کې د واېرس دلاسه لومړی تن مړ شوی.

په جاپان کې مامورینو ویلي د سېلانیانو په یو سمند‏ري جهاز یا کروز شپ کې په ١٠ کسانو کې د کرونا واېرس موندل شوی دی او په سمندري جهاز کې ٣٧٠٠ نور سېلانیان او د عملي غړي به په کوارنټین کې ساتل کېږي، یعني د طبې څارنې دلاندې به وي.

د چین حکومتي ټی ویي چینل سي سي ټي وي د وینا تر مخه ، د شورو یا چهارشنبې په ورځ د ووهان د ماشومانو روغتون ډاکټرانو وویل په کورونا وایرس اخته حامله میرمنې دغه واېرس خپلو نويو زږیدلو ماشومانو ته منتقل کولی شي.

ډاکټرانو دغه خبره پس له هغې کړې چې د کرونا واېرس وهلې یوې میرمن په دویمه فرورۍ ماشوم وزیږولو او ٣٠ ګنټې وروسته چې د ماشوم معاینه وشوه نو معلومه شوه چې هغه هم په دغه واېرس اخته شوی دی.

XS
SM
MD
LG